د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ژوب د ګوادرـــ کاشغر لارې یو مهم ګودر دی"


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چارشنبې په غرمه د بلوچستان په ژوب سیمه کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د ګوادرــ کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځې لارې پرانستنه وکړه.

نوازشریف تر دې پرانستنې وروسته د صوبې او ژوب سیمې سیاستوالو او قبایلي مشرانو ته په وینا کې وویل، د ګوادرــ کاشغر راهدارۍ د لوېدویځې لارې له جوړېدو سره به په پاکستان کې خوشالي راشي، خو تر ټولو لومړی به ترې د بلوچستان وګړي برخمن شي.

د کاشغر --ګوادر اقتصادي راهدارۍ د لوېديځې لارې پرانسته پر داسې مهال کيږي چې لا هم ملتپاله ګوندونه او د مدنې ټولنو غړي نيوکه لري چې اقتصادي راهداري يوازې د سړک نوم نه دی بلکې په دې کې د سړکونو لارې يا موټر وې سربېره، د اورګاډي پټړۍ (رېلوې) چې لږ تر لږه رفتار به يې ۱۲۰ کلوميټره او زيات ۲۰۰ کلوميټره وي)، د تېل او ګېس نلليکه، فايبر اپټیک کېبل، تجارتي مرکزونه او صنعتي زونونه شامل دي. دوی له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې د اقتصادي راهدارۍ دغه شپږ واړه جزيات دې پر لوېديځې لارې جوړ کړل شي.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی
د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی

د پرانستنې مهال په دې غونډه کې د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزی، اعلا وزیر نواب ثناوالله زهری، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن هم ګډون درلود.

نواز شریف په خپله وینا کې وویل،

؛ له دې پروژې سره به دا سیمه ټوله سره نيژدې شي. او دلته به بېروزګاري، نېستي او پسماندګي ختمه شي؛.

د ژوب شېراني ښارګوټی
د ژوب شېراني ښارګوټی

نوازشریف زیاته کړه، د لوېدیځېلارې پرانستل د دوی لخوا له بلوچستان صوبې سره مرسته نه، بلکې د ده په وینا د دغې صوبې حق دی، چې دوی ور وسپاري. د پاکستان لومړي وزیر وویل، د دې پروژې له بشپړېدو سره به ګوادر بندر يواځې د پاکستان له ټولو ښارونو سره نه، بلکې له ټولې نړۍ سره و نښلوي.

؛ ګوادر به اوس له ټولې خطې او منځنۍ اسیا سره وتړل شي. او د همدې لوېدیځېلارې له جوړېدو سره به له بېلا بېلو لارو موږ له افغانستان سره نيژدې شو. خو له افغانستان سره سره موږ به نورو هم مخ ته ځو. موږبه له همدې لارې تر تاجکستان او ترکمانستانه پورې ځان رسوو؛.

نوازشریف د پاکستان او هند او افغانستان پاکستان اړیکو ته په پام سره وویل، په اوس وخت کې په سیمه کې په بديو او دوښمنیو وخت نه تېرېږي، بلکې له هر چا او هر هیواد سره په دوستۍ او برداشت باندې ښه وخت تېرېدلای شي.

نواز شریف په خپله وینا کې وویل، چې د کاشغر ــ ګوادر لاره به د دې سیمې ولسونه د پرمختګ او سوکالۍ لوري ته بوځي.له ژوبه تر مغل کوټه د لویدیځې راهدارۍ د دغې یوې برخې واټن ۸۱ کلومیټره دی او ورسره ۱۲۸ کلومیټره لوی سړک له ژوبه تر کلا سیف الله هم پسې غزېږي چې د وزیر اعظم په خبره د دوو کلونو په موده کې به بشپړ شي.

نوموړي وویل، د چین ــ پاکستان لویدیځې راهدارۍ واټن چې ټول اوږدوالی یې ۲۴۵۸ کلومیتره جوړېږي د پنجاب صوبې له براهما بهاتر تر ګوادره غزول کېږي نوژوب ــ مغل کوټ یې مهمه برخه ده او د پراخولو، لویولو او جوړولو چارې یې پیل شوې دي. دا لاره به هم دغسې له ژوبه، کلاسیف الله، کوټې، سوراب ته او دغه ډول له خوشابه تر ګوادره غزېدونکې لارې سره به نښلول کېږي. نوموړي وویل، له خوشابه تر ګوادره لار چې ۱۹۴ کلومیټره ده، د راتلونکې ۲۰۱۶م کال په جنورۍ میاشتې کې به بشپړ شي.او ډېر ژر به یې له خپلو دغه ملګرو سره چې نن د ژوب ــ مغل کوټ لارې په پرانستلو کې راسره مله دي، له دوی سره یو ځای د خوشاب ــ ګوادر لارې پرانستنه کوم.

وزیر اعظم نواز شریف وویل، بیا له خوشابه، تر پنجګوره، بسیمې او تر سورابه بله لاره چې واټن یې ۴۵۴ کلومیټره جوړېږي، د راتلونکې ۲۰۱۶م کال تر دسمبره به یې د تعمیرېدو چارې بشپړې شي.

د وزیر اعظم په وینا بیا یوه بله لویه لاره چې له خضداره تر وانګوهیله او شېداد کوټه غزېږي، اوږدوالی یې ۲۴۳ کلومیټره دی، د ۲۰۱۶م کال د اپرېل یا مې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

نوموړي وویل چې د دغه ټولو لویو لارو د جوړېدو مالي لګښت د پاکستان حکومت ورکوي. د ده په خبره چې پانګه د هېواد له کلني پرمختیايي لګښته ورته ځانګړې کېږي.

ګوادر بندر
ګوادر بندر

وزیر اعظم نواز شریف وویل، چې دوې نورې لویې لارې چې یوه له چمنه تر کوټې او بله له کوټې تر قلاته غزېږي د هغو د جوړېدو چارې به هم د راتلونکې ۲۰۱۶م کال په اپرېل میاشت کې ترسره شي. او له دې پرته د یکمچ او خاران سیمې د سړکونو جوړولو پر لومړني پړاو هم کار روان دی، او دغه ډول له ژوبه تر جنډولې د سړک غزولو ممکنه چارې هم زر ترسره شي.

د نوموړي په خبرو تر راتلونکیو څلور کلونو پورې پاکستان حکومت به بلوچستان کې د سړکونو غزولو پر چارو نژدې ۲۰۰ اربه روپۍ لګوي. او دا به په هېواد کې یو له غوره او بهترینه سړکونو وي.

وزیر اعظم د سېنېټر مشاهد حسېن دغه وړاندیز په زړه پورې وباله که دګوادر له پرمختیا سره د یوه ځانګړی وجود په توګه چلند وشي نو ډېر ژر به یې ټول پرمختیايي کارونه ترسره شي. او [زما هم دغه خوښه ده] چې له ګوادر سره ځانګړی چلند وشي. او ګوادر د نړۍ یو پرمختللی بندر جوړ شي بلکې ځانګړی بندر دی هم. نن هلته د نړۍ جدیدترینه هوايي ډګر جوړېږي چې له لو څخه لویه الوتکه به پرې کښېنستلای شي.

ګوادر به له ټول پاکستان سره د سړکونو له لارې ونښلول شي، نه یوازې په هېواد دننه بلکې له نورې نړۍ او له دې ټولې سیمې سره یې هم نښلوو. له افغانستان، منځنۍ اسیا سرهله ازبکستان، کرغیزستان، ترکمانستان او قزاقستان سره نښلوو. نواز شریف وویل،ګوادر د پاکستان پرمختګ یو ځلانده راتلونکې دی.

د نوموړي په خبره چې وار دمخه [تاپي] هېوادونو ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګېس نللیکو غزولو پروژه پرانستله او په دې سره به په پاکستان کې د ګېس کمی له منځه ولاړ شي.

مولانا فضل الرحمن له وزیر اعظم نواز شریف سره
مولانا فضل الرحمن له وزیر اعظم نواز شریف سره

دې غونډې ته په وینا کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وویل، د لوېدیځېلارې له ژوب سیمې پرانسته کول يوه تاریخي ورځ ده او ددې لارې له جوړېدو سره به نه یواځې د ژوب د خلکو بلکې د شاوخوا سیمو د خلکو معاشي پسماندګي هم ختم شي.

؛ زموږ د ټولو لپاره نن ورځ تاريخي او د خوشالۍ ورځ ده. چې ددې غریبې او شاته پاته سیمې د خلکو لپاره د يوې لويې اقتصادي لارې د جوړېدو پېل کېږي. موږ د افغانستان ګاونډیان یو. د خېبر پښتونخوا له صوبې واخلې تر بلوچستانه یو شمېر ډېر ځایونه دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لار لري. له دې پلوه افغانستان زموږ لپاره ډېر مهم دی او ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې امن د پاکستان ضرورت دي. ؛

محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي بیا پخپله وینا کې وویل، بلوڅ او پښتانه د نړۍ دوه هغه قامونه دي، چې تل يې يوه بل ته د ماما نوم ورکړی او له يوه بل سره په ورورګلوۍ وخت تېروي. د اڅکزي په وینا که هر قام ته خپل حق ورکړل شي، نو د هر بلوڅ او هر قام د ناراضګۍ دی ذمه واره دی.

د پښتو متل دي ،اي په زور کلي نه کيږي، نو ميا نواز شريف صيب که ته په خپله ژبه بلوڅانو ورڼو ته، سيندیانو ورڼو ته پښتنو ته پنجابیانو او سرايکيانو ورڼو ته يو ټکي ووايي چي لوی خدای ستا سو په وطن کي کوم نعمتونه پيدا کړی دي په دغو نعمتونو لومړی ستاسو د بچو حقدی. سوله او امن تر هغو نشي راتلای چې ناانصافي شتون لري. لومړی بې انصافي ختمه کړئ امن پخپله راځي. که موږ له افغانستان او هند سره په چارو کې خپلوي نه لرو نو د تاپي پروژه به څنګه عملي کېږي.

محمود خان اڅکزي د لوېدیځې لارې په باب په خپله وینا کې وویل، چې چمن ښارګوټۍ، د ژوب بادیني سیمه، د پښین کدني ماروپ، د ژوب قمر الدین کارېز، د ګومل خېرکوټ، برمل، غلامحمد کوټ، چې (بنو له خوست سره نښلوي)هغه اته بندرونه چې افغانستان ته د تلو او ننوتو لنډې لارې دي.

میا افتخار حسېن
میا افتخار حسېن

په ژوب سیمه کې د ګوادر کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځېلارې د پرانستې همدې غونډې ته د عوامي نېشنل ګوند يوه مشر میا افتخارحسین هم وینا وکړه. افتخارحسین وویل، دوي هیله من دي، چې له همدې پروژې سره به په سیمه کې بې ثباتي ختمه شي.

له دې سره د یادو ټولو ګوندونو سیاستوالو ټولو په خپل وار سره د پاکستان له وزیراعظم څخه مننه وکړه، چې د ۲۸م مې د ټول ګوندیزې غونډې ژمنې يې عملي کړې او د لوېدیځېلارې پرانستنه يې وکړه.

XS
SM
MD
LG