د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس افغان پولیسو ته ۱۰ زره کلاشینکوفونه ورکوي


روس وايي، په پام کې لري چې د افغانستان پولیسو ته په نژدې راتلونکې کې لس زره کلاشینکوفونه ورکړي.

د افغانستان لپاره د روس د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سېشنبې په ورځ ناوخته ویلي چې د دې وسلو او ورسره مرمیو د ورکړې پر لارو چارو د کابل او روس د کورنیو چارو وزارت ترمنځ هوکړه شوې ده.

ضمیر کابلوف ویلي چې دا وسلې به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ولېږل شي.

نوموړي تاس خبري آژانس ته ویلي چې روسي چارواکي د افغان حکومت لخوا د هلي کاپټرو په ګډون د نورو غوښتنو پر پوره کولو هم غور کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG