د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د هېواد د راتلونکي لپاره باید پر ځوانانو زیاته پانګونه وشي”


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د هېواد روښانه راتلونکي لپاره باید پر ځوانانو زیاته پانګونه وشي.

ولسمشر اشرف غني د سېشنبې په ورځ د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د زده کوونکو لخوا د تخنیکي وسایلو د نوښتونو تر لیدو وروسته د هغوی هڅې وستایلې.

ولسمشر غني وویل:

“افغان ځوان ډېر زیات نوښتګر دی او موږ نن د دې کار پایله وینو، نو ځکه ډېره ضروري ده چې هر نوښتګر ځوان راځي باید زموږ د تعلیمي ادارو په چوکاټ کې پیاوړي شي”

ولسمشر اشرف غني د هغو ټولو خنډونو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ چې په ځوانانو کې د نوښتونو مخه نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG