د لاسرسي ځای

له پاکستانیو طالبانو بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار د دغه برید ذمه واري پر خپل سر اخیستی دی خو تحریک طالبان پاکستان بیا پر برید خپګان ښودلی او وايي دوی دا کار نه دی کړی

د خيبر پښتونخوا د مردان ښار په دوسره چوک کې د پاکستان شناختي کارډ ورکونې ادارې نادرا يوه سيمه ييز دفتر ته څېرمه ځانمرګى بريد شوی چې پکې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ژوبل دي.

د مردان ځايي امنيتي چارواکي وايي؛ دا يو ځانمرګى بريد و چې د سېشنبې په ورځ تر غرمې وروسته هغه وخت وشو چې په دغه دفتر کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه..

د دوى په وينا، د پېښې ټپيان يې د مردان ميډيکل کمپليکس او نورو سرکاري روغتونونو ته لېږدولي دي چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شاملې دي او په زياتوي چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

که څه هم د مردان امنيتي چارواکو تر چاودنې وروسته د چاودنې څرنګوالي او د سرزیان په اړه متضادې ادعاوې کولې؛ خو د مردان ښار د پوليسو سيمه ييز مشر فيصل شهزاد بيا وروسته د پېښې په اړه له رسنيو سره په خبرو کې وویل چې دا يو ځانمرګى بريد و.

نوموړى وايي:

"د لومړنيو ترلاسه شويو راپورونو داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګى بريد و او پر موټر سایکل ناست ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د نادرا دفتر دننه ننوځي؛ خو کامياب شوى نه دى او د دفتر په دروازه کې يې ځان الوزولى دی."

یو عیني شاهد فیصل د دې پیښې په اړه مشال راډیو ته وویل، " زموږ څه خیال داسي نه وو او یو دم درز شو، خلک وایي یو سړې ننوتی وو چې کله یې تلاشي اخیسته نو دننه چاودنه وشوه، د چا سر نه وو د چا پښې او د چا لاسونه بیل پراته ول".

تر بريد وروسته پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د پېښې ځاى کلابند کړى او پلټڼې يې هم پيل کړي دي.

مردان، پېښور ته نزدې پروت دی چې د خېبر پېښتونخواصوبې دویم لوی ښار ګڼل کېږي.

په دغه ښار کې د پاکستاني پوځ یوه لویه چاوڼۍ ده او هر وخت یې ټینګ امنيت نيول شوی وي.

په مردان کې دا ځانمرګى بريد په داسې وخت کې شوى چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له تېر ٢٠١٤م کال راهيسې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځ ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يې ګڼ ترهه ګر وژلي او د هغوى شبکه نېټورک یې له منځه وړې ده.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف، د کورنيو چارو وزير او نورو سياستوالو د مردان کې په نادرا دفتر کې ځانمرګى بريد غندلى او د پېښې د بېړنيو پلټنو امر يې ورکړى دى.

د يادنې وړ ده چې تر دې دمه لا په مردان کې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG