د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې ځانمرګي برید ۲۰ تنه وژلي ۵۰ ژوبل 


د مردان ډپټي کمشنر عمران حميد رسنيو ته ويلي چې د چاودنې په نتيجه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

د مردان پولیس ډي ای جي سعید وزیر د پاکستان سرکاري ټي وي ته ويلي چې د نادرا دفتر مخې ته چاودنه یو ځانمرګی برید وو. دی وايي، ژوبل کسان یې د مردان میډیکل کمپیلېکس او ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

د پاکستان وزیراعظم د پیښې غندنه کړې ده.

تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا په مردان ځايي پوليس چارواکي وايي، چاودنه نن غرمه د نادرا دفتر مرکزي دروازې مخې ته شوې ده.

د مردان ډپټي کمشنر عمران حميد رسنيو ته ويلي دي.

((نن زموږ په نادرا دفتر کې شاوخوا دوې بجې چاودنه وشوه چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي او د رپورټ سره سم تر اوسه ۵۰ کسان ژوبل شوي دي. په هسپتالونو کې مو بېړنی حالت اعلان کړی او زه په خپله اوس په روغتون کې ولاړ يم. ټوله عمله موجود ده او په ضلع کې بېړنی حالت اعلان شوی دی))

XS
SM
MD
LG