د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهاټ په اخوروال کې د فاټا لومړنی پوهنتون جوړېږي


د پښتنو په قبایلي سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې بیا بیا تعلیمي ادارې په چاودنو الوزول کېږي.
د پښتنو په قبایلي سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې بیا بیا تعلیمي ادارې په چاودنو الوزول کېږي.

په راتلونکیو دوه درې ورځو کې به د فاټا پوهنتون لپاره وایس چانسلر هم وټاکل شي او د هغه په مشرۍ کې به یې د تعمیر جوړنې چارې پرمخ وړل کېږي.

د قبایلي سیمو د امورو د انتظام ادارې فاټا سیکریټریټ چارواکي وايي، چې د نوي کال په شروع کې به د فاټا لومړني پوهنتون په جوړولو کار پيل شي.

له مشال راډيو سره د فاټا سیکریټریټ ویاند فضل الله په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ایف ار کوهاټ په اخوروال سیمه کې دوه سوه او شپږ شپيته کناله ځمکه په یوسل او دري دېرش میلیونه روپیو یې پېردولې ده.

د ده په وینا چې د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي د دې پوهنتون د جوړولو لپاره څه د پاسه یو دیرش میلیونه روپیو د یوه خانګړي فنډ منظوري هم ورکړې ده.

"دا به د فاټا لومړنی پوهنتون وی، او د دې اعلان څه موده مخکې ګورنر سردار مهتاب احمد خان کړې وو او هغه ویلې وو چې د دې د جوړولو مقصد د قبایلي سیمو ځوان کول د ترهګرې نه بچ کول دي او هغې ته ذده کړې ورکول دي نو د دې لپاره فاټا سیکریټریټ لخوا دا دوه سوه او شپږ شپیته کناله زمکه اخسیتې شوې ده ، د دې زمکې د رقم ادایګي هم شوې ده. دا یونیورسټي د ایف ار کوهاټ اخوروال سیمه کې جوړیږي. د فاټا یونیورسټو لپاره چې کوم قواعد (ریګولیشن) دي نو د هغې منظوري د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د راوان کال په مې میاشت کې ورکړې وه"

فضل الله خپلو خبرو کې زیاته کړه چې راروانو دوه درې ورځو کې به د دې پوهنتون لپاره وایس چانسلر هم وټاکل شي او د هغه په مشرې کې به دا پوهنتون جوړیږي.

"دې ورځ دوه کې چې څنګه د دې وایس چانسلر وټاکل شي نو کار به په پوهنتون شروع شي. د دې پوهنتون جوړولو لپاره منصوبه بندي د مخکې نه شوې ده ، د دې لپاره نه صرف نقشې جوړې شوې دي بلکه د دې د ودانې لپاره چې کوم تعمیرات دي په هغې هم د اړونده چارواکو مختلفې غونډې شوې دي"

د ذکر ده د فاټا پوهنتون وایس چانسلر منختب کولو لپاره سمري ګورنر ته لیږل شوې ده.

د وایس چانسلر چوکې لپاره په درې امیدورانو کې به د یو امیدوار انتخاب کیږي.

XS
SM
MD
LG