د لاسرسي ځای

د سیند او مرکز لانجه، وزیر اعظم کراچۍ ته ځي


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن دوشنبه په داسې حال کې کراچۍ ته ځي چې د مرکز او سیند صوبې ترمینځ د رینجرز د واک په معامله اړیکې ترینګلي دي.

د پاکستان سرکاري رېډيو ترمخه ښايي نواز شريف به د کراچۍ يوه ورځنۍ دوره کې د صوبې او مرکز تر مېنځه د رېنجرز ځواک د واک په معامله د روان کړکیچ هواري لپاره د صوبې له مشرانو سره لیده کاته وکړي.

بل خواد پيپلزګوند چېرمیېن بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې د مسلم ليګ ن حکومت ترې سياسي بدل اخیستل غواړي خو زیاتويګوند به یې کله هم د هېواد د دستور پر ضد هېڅ یو ګام ومني.

د اتوار په ورځ د خپل ګوند د وژل شوې مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د اتم تلین په مناسبت یوې غونډې ته نوموړي د ترهه ګرۍ ضد قامي کړنلاره ( نېشنل اېکشن پلان) د مسلم لیګ ن تګلاره وبلله چې پکې یوازې د دوی د ګوند غړي پکې په نښه کېږي.

همدا رنګ د پيپلزګوند د سنټرل ايګزېکټيو کمېټۍ په غونډه کې د ګوند شريک چيېرمېن آصف علي زرداري د کمیټۍ مشر وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG