د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال راحېل شریف کابل ته سفر او د سیمې امنیت


پراګ: د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په سيمه کې د امنيت، د سولې راوستو او ترهګرۍ سره د مبارزي په اړه خبري کړي دي. دا خبره د افغان ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړه.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په دريم ځل د کابل سفر وکړ، چې هلته يې د افغان ولسمشر نه علاوه اجراييه ريس او نورو لوړ پورو چارواکو سره ليدلي او يو شمير پريکړې يې هم کړي دي.

د افغان حکومت د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له مشال راډيو سره په خبرو کې که څه هم د دغو پریکړو تفصيلات روښانه نه کړل خو ویې ویل چې هیله ده په ټولو برخو له هغې ډلې سولې باندې نیول شوې پریکړې عملي شي او مثبتې پایلې ولري.

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د سفر په اړه کارپوه او پخوانۍ سفير آياز وزير وايي په دي وروستيو کې په سيمه کې ډير لوې بدلونونه راغلي دي، او روان دي، نو ځکه د پاکستان او افغانستان ملګرتيا د وخت ضرورت دی. نوموړی وايي چې په موجوده حالاتو کې د دواړو هيوادونو ترمینځ بدګمانې او بې اعتمادې کې کمې راغلی دی.

ده زياته کړه:

((دا ځل حالات جلا دي، د افغانستان او پاکستان د سياسي او پوځي مشرانو ترمينځ څه بدګومانۍ پيدا شوې وې، خو ظاهره خبره ده چې جنرال راحيل خبره ډیر وزن لري. د بادشاه خبره د کاڼې کرښه وي، که وي کې نو ډير وزن لري. د اشرف غني اعتماد به هم بحال شي، او اشرف غني ته چې په خپل ملک کې دننه کوم فشار دی، د هغې لپاره به هم ورته يو سياسي قوت ملاوشي، او بيا ظاهره خبره ده چې طالبانو سره د خبرو اترو لاره هوارول، په هغې کې هم د جنرال راحيل شريف ډير غټ رول دی، له هغې نه انکار نشي کيداي.))

د پاکستان پوځ مشر په داسي حال کې له افغان چارواکو سره ليدلې چې په دي وروستيو کې د سيمي يو بل مهم هيواد د هند وزيراعظم د کابل سفر وروسته لاهور ته ناڅاپه ولاړ او له خپل پاکستانې سيال نوازشريف سره يي ملاقات وکړ. په اسلام اباد کې کارپوه او د سميه ايزې څيړنيزې ادارې مشر امتياز ګل وايي چې د سيمې هيوادونو په سوچ کې مثبت بدلون راغلی دې، ځکه د سفارتکارۍ عمل تند شوی دی. دی وايي:

((زما په فکر دا د يو ډير لوي بدلون نښه ده. ځکه چې له ډيري مودې راهېسې امريکايانو خو حتمن دې پروسې کې شريک وو، خو اوس په کې چين هم شريک شوی دې. همدغه وجه ده چې د پاکستان لخوا نه هم په دي خبرو اترو کې تېزي راغلی ده. موږه تېره هفته په کابل کې وو، نو هلته افغان چارواکو او په ځانګړي توګه د قامی سلامتيا لپاره سله کار همدغه خبره کوله چې د چين او امريکې په وجه موږ دا هيله لرو چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ خبرې اترې او د امن او سولې لاره به هواره شي.))

کارپوه امتياز ګل زياته کړه، چې د هند وزيراعظم په کابل کې په خپله وينا کې دا خبره منلې ده، تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلې تر هغو د سيمي ثبات ممکن نه دی. بلخوا د افغانستان د سولې شورا هیله ښيي چې د افغان مشرانو او پاکستاني چارواکو دا خبرې خامخا له طالبانو سره د سولې په خبرو مثبت اغیز وکړي ځکه چې د سولې د خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په خاطر اوس وخت له افغان حکومت سره تر پاکستان بل ښه انتخاب نشته. د دې شورا غړي او له طالبانو سره د افغان حکومت د لومړي دور رسمي خبرو د مرکچي وفد مشر عزیزالله دین محمد مشال راډيو ته وويل:

(پاکستان زموږ ګاونډی دی او بیا له ډېرو کلونو راهېسې د افغانستان په مسله کې دخیل دی.

((پاکستان زموږ ګاونډی دی او بیا له ډېرو کلونو راهېسې د افغانستان په مسله کې دخیل دی. په هغې لحاظ باندې که افغانستان او پاکستان د سولې په برخه کې کوم تفاهم ته ورسیږي دا د سولې د خبرو لپاره لار هواروي ځکه چې خبرې خو به اصلا د طالبانو او افغاني لوري تر منځ کیږي خو پاکستان د دغو خبرو د چمتو کولو لپاره غټ رول لري.))

د افغانستان امنیت شورا هم وايي چې افغان ولسمشر او اجراییه رییس د پاکستان د پوځ له مشر سره د پاکستان په هغو ژمنو خبرې وکړې چې ویلي یې وو، د سولې خبرو ته زمینه برابروي او په ګډه له هغو طالبانو سره مبارزه کوي چې سوله نه غواړي.

XS
SM
MD
LG