د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل شریف نن له افغان چارواکو سره ویني


پراګ: د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته رسیدلی، بلخوا افغان چارواکي وايي راحيل شريف به له افغان ولسمشر او اجراییه رییس سره د دوه اړخیزو مسایلو او د سولې مذاکراتو په څرنګوالي خبرې وکړي.

د پاکستانې پوځ د مطبوعاتې څانګې وياند عاصم سليم باجوه په خپل ټويټر پغام نن سهارليکلي چې راحيل شريف به نن له افغان چارواکو سره د پولې په انتظام او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي ، همداراز د افغانستان د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل سفر پرمهال به د پاکستان د پوځ مشر د سولې مذاکراتو د میکانیزم په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي ، خو ده زياته کړه«د دې ملاقاتونو او د دې خبرو نتیجه یوه مرحله ده، چې قدم په قدم پریکیژي، د افغانستان د حکړمت بحث هم هغه مخکنی بحث دی، که چیرې داسې سفرونه څه لاسته راوړنې ونه لري ، نو موږ داسې سفرونو ته هیڅ خوشبیني نه لرو، خو هیله مند یو، چې دا څه نتیجه ورکړي، او د سولې په عمل کې مخکې ولاړ شو«

افغانستان داسې تورونه لګوي چې پاکستان د سولې په عمل کې صادقانه ندی ، ولې پاکستان دغه تورونه ردوي، او چارواکو يې ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان ، امریکا او چین استازو په ګډون به یوه څلور اړخیزه کمیټه جوړوې چې د سولې مذاکرات به پرمخ بوځي.

XS
SM
MD
LG