د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې خلکو د حکومت ملاتړ او د امنيت غوښتنه وکړه


د ننګرهار د قومي مشرانو غونډه
د ننګرهار د قومي مشرانو غونډه

د ننګرهار ولايت قومي مشران او د ولايتي شورا غړو نن جلال اباد کې د يوې غونډې په کولو سره غوښتنه وکړه چې دغلته دې د امنيت لپاره سخت ګامونه واخلي. کابل کې افغان چارواکو ويلي چې دوی پوره کوشش کوي چې د ټولو وسله والو خلاف پريکنده عمليات وکړي.

د ننګرهار ولایتي شورا د ختيځو ولایتونو د قومي مشرانو او دیني عالمانو يوه غونډه رابللې وه چې له نظام څخه د ملاتړ تر څنګ يې په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان د سالميت په خاطر دې ننګرهار د وسله والو له شتون څخه پاک کړي.

د ختيځو ولایتونو د ولسونو دغه غونډه چې د شنبې په ورځ د ولایتي شورا په انګړ کې وشوه. په غونډه کې پريکړه وشوه چې د پارلمان له وکيلانو، د ولایتي شورا له استازو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو څخه به يو پلاوي جوړوي او په کابل کې به د امنيت له شورا سره د ډاډمن امنيت په اړه جدي غوښتنه کوي.

برخه والو وويل که که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ورنه کړل شو، دوی به اول په سوله ييزه لاريونونه پيلوي او که بيا هم ونه شوه نو د ختيځو ولايتونو خاوره به د وسله والو له شتون څخه پخپله پاکوي.

دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې په يو شمير استازو سربيره د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د مدني ټولنو په سلګونو استازو ګډون کړی وو.

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ ګيله وکړه چې د خلکو غوښتنې يې نه دي منلي.

((موږ او تاسو دنده لرو چې د خپل نظام د قوي کولو او د خپل وسله وال پوځ ملاتړ لپاره کار وکړو، امنيت راولو، په نظام کې د موجوده خلاوو د رفع کولو او د نظام د تقویت لپاره کار وکړو. څو څو ځلې موږ له جناب والي صیب سره مجلسونه وکړل چې د ننګرهار د ډاډمن امنيت لپاره کار وکړي خو تر ننه پورې د ننګرهار د خلکو دغې مشروع غوښتنې ته يې نه لبیک ووايه، نه يې ورته غوږ کيښود او نه يې يو مثبت قدم واخیستو.))

يو افغان سرتیری په اچين کې د لمانځه پر مهال
يو افغان سرتیری په اچين کې د لمانځه پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې دوه هفتې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزير معصوم ستانکزی جلال اباد ته ورغلی وو او هلته يې خلکو ته ډاډ ورکړ چې په اچين او نورو ولسواليوو کې د داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې د نوي او د طالبانو د زاړه ګواښ پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي.

له ننګرهاره دافغان پارليمان غړي، حاجي حضرت علي پر حکومت نيوکه وکړه چې د ننګرهار د مخ پر خرابيدونکي امنيت د سمولو لپاره يې څه نه دي کړي. هغه زياته کړه: ((په شينوارو کې داعش قوي کيږي او غړي يې زياتيږي. حکومت دې يې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.))

څه موده وړاندې په جلال اباد کې د ننګرهار قومي مشران راغونډ شوي وو او د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې د حکومت د هر قسمه ملاتړ اعلان وکړ. کابل کې حکومتي چارواکو ويلي چې دوی د هيواد د هرې برخې په شان د ننګرهار امنيت ته هم پوره پام کوي او د وسله والو خلاف به خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي.

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا يو تن استازي مولوي عبدالظاهر حقاني ننۍ غونډې ته وويل چې ولس دې دغه ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: ((کله د طالب په نامه، کله د داعش په نامه وسله وال راځي. تر دې وروسته به نور نومونه هم پيدا کيږي او دلته به راځي. خو د ولس وحدت ته ضرورت دی، اتفاق ته ضرورت دی، يو والي ته ضرورت دی. کله چې دا ولس متحد او متفق شو، دا مشکلات به له دې ملک څخه ټول ختميږي.))



XS
SM
MD
LG