د لاسرسي ځای

د فاټا لوبو مېله


د فاټا د لوبو ډایریکټوریټ تر انتظام لاندې د ګورنر خیبر پختونخوا فاټا یوت فیسټول په نامه د لوبویوه لویه میله د د سمبر دوریشتمې نیټې په پیښور قیوم سپورټس کمپلیکس کې پیل شوې ده چې د د سمبر دیرشمې نیټې پورې به دوام لري. په دې میله کې په بیلا بیلو لوبو کې د ټولو قبایلی ایجنسیو او ایف آزر نه په سلګونه لوبغاړو برخه اخیستې ده او په خپل منځ کې یې سیالۍ پیل شوي دي. قبایلی لوبغاړي وایي، چې د دغې میلې له لارې نړۍ ته د امن پیغام ورکول غواړي او ډير خوشاله دي. په دې کې د فن او هنر، لرغونیو توکیو، کاروباري توکیو او قبایلي روایتي خوراکونو نندارتونونه هم جوړ شوي دي، او یوه لویه مشاعره به هم پکې تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG