د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هند د افغانستان راتلونکې بنیاد ږدي د جګړې اور نه کري"


هندی وزیراعظم نرېندر مودي وايي، افغانستان به یوازې هغه مهال بریالی شي چې د پولې هغې خوا ته د ترهګرو ځالې وتړل شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند وېکاس سوروپ پر ټوېټر په خپلو بیانونو کې ویلي، مودي د افغان پارلېمان نوې ودانۍ تر پرانیستو وروسته د پارلېمان ګډې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، هېواد یې د افغانستان د راتلونکې بنیاد ږدي او د جګړې اور نه کري.

بیان وايي، مودي د افغان ملي امنیتي ځواکونو هغو سرتېرو د بچیو لپاره ۵۰۰ سکالرشپونه اعلان کړل چې په جګړو کې وژل شوي ول. مودي وویل، د سلما بند به ژر د برېښنا پیدا کول پیل کړي.هندی وزیراعظم نن سهار وختي له مسکوه، کابل هوايي ډګر ته ورسېد چې ورته د افغانستان ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او نور چارواکي ستړي مه شي ته ورغلي ول.

دا د وزیراعظم نرېندر مودي افغانستان ته لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG