د لاسرسي ځای

کابل - هندی وزیراعظم نرېندر مودي د افغانستان د سفر پر مهال د هغه هېواد پارلېمان نوې وداني پرانیزي او افغان هوايي ځواک ته درې هیليکاپټرې سپاري.

مودي د جمعې پر سهار وختي له مسکوه، کابل هوايي ډګر ته ورسېد چې ورته د افغانستان ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او نور چارواکي ستړي مه شي ته ورغلي ول. مودي پر خپله ټوېټر پاڼه په بیان کې وویل، دی به د خپل یو ورځني سفر په لړ کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ویني.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د پنجشبې پر شپه مشال راډیو ته وویل، مودي به له افغان چارواکو سره د امنیت په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کوي.

دا د وزیراعظم نرېندر مودي افغانستان ته لومړی سفر دی.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG