د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خپلو کې سره مات "اسلامي امارت"


په خپلمنځيو نښتو کې په سلګونه جګړه مارو سر خوړلی دی. د منصور ډله لا هم خپلځان د خپل غورځنګ په پخواني نامه، امارات اسلامي افغانستان پېژنوي.

د ګندهارا ووبپاڼې اېډيټر ابوبکر صدیق لیکنه
ژباړه: قاسم خان مندوخېل

د طالبانو جنګي مشین ښه زور اخیستی دی. یاغیان د افغان وطن لیرې پرتې سیمې ولکه کوي او په ښارونو کې پېچلي بریدونه ترسره کوي.

د یاغیانو اخ وډب ان پر داسې مهال زور نیولی چې د هندوکش غرونه واورو پوښلي دي، په دودیزه توګه په دغسې سخت ساړه ژمي کې تر ډېره جګړه هم سړه وي.

که څه هم د جګړې ډګر کې طالبانو ځینې لاسته راوړنې لرلې دي خو سیاسي ګټه ترې نشي پورته کولای، ځکه چې د مشرتابه پر سر په خپلو کې په یوه پېچلي او ژور جنجال کښېوتي [کېوتي] دي.

دا میاشت د طالبانو ګڼو ډلو اوږدې فتواګانې خپرې کړې، چې پکې د طالبانو بنسټښود او مشر ملا محمد عمر د ځاینیونکي ملا محمد اختر منصور حق ننګول شوی او یا یې ملاتړ شوی دی. یاغیانو د خپل مشر ملا محمد عمر مړینه د جولای میاشتې په پای کې کره کړه، خو نوموړی اصلاّ د ۲۰۱۳م کال په اپرېل میاشت کې مړ شوی وو. د هغه د مړینې تر اعلان وروسته، منصور په بیړني لېږد سره خپلځان د طالبانو مشر وټاکلی.

د هوايي چلند پخواني وزیر په اړه ویل کېږي چې د عمر تر مړینې وروسته د طالبانو ځایناستی مشر شوی و، او په هغه موده کې یې د طالبانو مشرانو شورا کې خپل وفاداره کسان پر لوړو ځایونو ګمارلي ول چې خپلځان او ځواک نور پسې ټینګ کړي.

خو په جولای کې د هغه رسمي ګمارنې پر سر د طالبانو مرکزي شورا [کوټه شورا] په خپلمنځ کې سره ووېشل شوه، ځینو مشرانو او کمندانانو خپلې ډلې جوړې کړې او نورو له خپلو څوکیو ځان ګوښه کړ.

د منصور پر مشروعیت وروستی ګوزار، د طالبانو پخواني جنګي کمندان عبدالقیوم ذاکر وکړ چې د هغه مشرتابه یې تر پوښتنې لاندې راوستله. له ذاکر سره اړوند یوه لیک پر یوه ووبپاڼه خپور شوی چې د طالبانو یو پخوانی مشر آغا جان متعصم یې چلوي، په دې کې ذاکر تور پورې کړی چې په سږني اوړي کې د ملا عمر مړینې خبر له خپرېدو پس منصور د خپل واک او ځواک ټینګولو په لټه کې شو.

د دسمبر پر نهمه نېټه په پښتو ژبه خپاره شوي دغه لیک کې، ذاکر ادعا کوي، (له هغه غونډې ځکه راولاړ شوم چې ما ورته وویل، په جګړه کې ښکېل مهم کمندانان او د مشرتابه شورا ټول غړي دې د نوي مشر د ټاکلو په غونډه کې هم وغږول شي. کله چې زما وړاندیز ونه منل شو، نو ما د بېطرفۍ لاره غوره کړه. زما د خبرې په تایید نن موږ وینو چې د طالبانو غورځنګ نه یوازې دا چې په څو ډلو وېشل شوی دی. بلکې په خپلمنځیو جګړو کې ګڼ طالبان مړه او ټپیان شول.)

ذاکر ادعا کوي دی خبر وو چې عمر په ۲۰۱۳م کال کې مړ شوی وو او د مشرتابه شورا کې پر بدلون یې چې د هغه له مرګه څو میاشتې وروسته پیل شوه، هېڅ اعتراض و نه کړ.

ذاکر لیکي،" د طالبانو اتحاد په خاطر مې، منصور ته پټه مشوره واستوله، خو هغه هېڅ و نه منله. "

د یاغي طالب مشرانو ترمنځ د زیاتېدونکیو ناندریو دغه کړکېچ سږني اوړي کې سر راپورته کړ.

د منصور پلویانو او د پخوانیو طالبانو کمندانانو او مشرتابه شورا د ملاتړیو

په خپلمنځيو نښتو کې په سلګونه جګړه مارو سر خوړلی دی. د منصور ډله لا هم خپلځان د خپل غورځنګ په پخواني نامه، امارات اسلامي افغانستان پېژنوي.

ملا منصور دادالله، چې د پخواني وژل شوي طالب کمندان ملا دادالله ورور وو، وژنه د طالبانو خپلمنځيو نښتو کې د ترټولو لوی سرزیان ګڼل کېږي. تېره میاشت په زابل ولایت کې د نښتې پرمهال، دادالله، د هغه مشر ورور حاجي لالا، د هغه کورنۍ څلور ماشومان او د دوو ښځو په ګډون په لسګونه ملاتړي ووژل شول.

د منصور ډله دا ادعا هم کوي چې له داعش وسله والو او دادالله سره تړلي د منځنۍ اسیا جګړه مار یې له منځه وړي دي. دغه اکثریت ازبک جګړه مار وړاندې د ازبکستان اسلامي غورځنګ سره مله ول.

په روانه دسمبر میاشت په هرات کې د منصور پلویانو او د هغه سیالې ډلې وسله والو چې مشري یې ملا محمد رسول کوي ترمنځ له نښتو تر سل زیات جګړه مار ووژل شول.

ذاکر اوس پر ټولو ډلو غږ کړی چې جګړه ودروي. هغه ویلي دي "که تاسو د خپل نامه، خپلځان، وسلو، خپلو سیمو، قبېلو او یا ځاني ګټو لپاره جګړه کوی، نو بیا تاسو خپلځان څنګه له [شوروي ــ ضد] مجاهدینو بېل بولی چې [ خپلمنځیو جګړو او ظلمونو] یې ملا محمد عمر او د طالبانو غورځنګ [په ۱۹۹۰م کال] د هغوی پر ضد پاڅولو ته اړ کړل. "

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د طالبانو ځواک ته د رابرسېره کېدو پر مهال ذاکر د هغوی یو مهم جنګي کمندان وو. په ۲۰۰۱م کال د طالبانو رژیم نسکورېدو پس هغه د امریکا په بندیخانه ګوانتانامو خلیج کې اووه کاله بند تېر کړی وو. په ۲۰۰۹م کال له خوشېکېدو وروسته بیا د طالبانو لیکو ته ننووت. د ملا عمر مرستیال او د سر جنګي کمندان په توګه، هغه په ۲۰۱۰م کال د نژدې۱۵۰،۰۰۰ امریکايي او ناټو عسکرو د زیاتېدونکې څپې پر ضد مقاومت مشري په لاس کې واخیستله.

په ۲۰۱۳م کال ذاکر د منصور پر وړاندې د یوه لوی سیال په توګه راپورته شو، خو په ۲۰۱۴م کال د منصور له خوا د لیرېکېدو پس هغه خپلځان ګوښه کړ. او تردا مهاله هغه د مشرتابه پرسر د طالبانو خپلمنځیو هلوځلو کې د بې ـــ پلویتوب ادعا کوي، خو داسې ښکاري چې ذاکر ان د منصور پر وړاندې درېدلی دی.

د لیک په پای کې ذاکر د پخوانیو مخورو طالبان ـــ پلوو ملایانو د فتوا ملاتړ وکړ چې د امیرالمومنین په توګه یې د منصور ګمارنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د ۱۵ –پاڼو خپره کړل شوې فتوا د پېچليو مذهبي دلایلو او سني اسلامي لیکنو د سپارښتنو له مخې په جولای کې د منصور ټاکنه په پراخه توګه وننګوله.

په فتوا کې راغلې، "نن ورځ موږ په افغانستان کې هغه شرعي امیر المومینین نه لرو چې اطاعت یې واجب او مخالفت یې بغاوت وبلل شي، نو پکار ده چې مجاهدین پر یو بل د باغي حکم و نه لګوي،"

د منصور مشرتابه نېغ په نېغه ننګولو کې، فتوا پر طالبانو ږغ/غږ کوي، د یو داسې مشر اطاعت پرېږدئ چې له شرعي زدکړو سره سمون نه خوري.

خو بلخوا د منصور پلویانو، بیا په شدت سره د خپل پروپاګند مشین خوله وازه کړې چې د خپل مشر د ننګوونکو مذهبي دلایلو ته ځواب ووايي.

محمد اسماعیل رحماني، د طالبانو یو جګپوړي ملا د فتوا ردولو پروړاندې یوه اوږده وینا خپره کړې. د دسمبر پر نهمه نېټه د طالبانو غږ/ږغ جهادي ووبپاڼې د څلوېښتو دقیقو یوه غږیزه پیته خپرې کړې چې پکې رحماني وايي، منصور ۲۵ علماو د ملا محمد عمر پر ځای غوره کړی دی.

رحماني ادعا کوي،"د هغه [منصور] ګمارنه د اسلامي شرعي قانون له هدایاتو سره سل په سله سمون خوري،"نوموړی زیاتوي، "هغه د یو مسلمان مشر ټولې غوښتنې پوره کوي. هغه [ریښتونی[ په [عقیده ټینګ] مسلمان دی. هغه یو خپلواک، هوښیار او وړ کس دی، په اسلامي زدکړو وارد دی او په کامیابۍ سره یې د ډېری کړکېچونو مقابله کړې ده. "

رحماني وړاندې په خپل دلیل کې وايي، چې د طالبانو پر ټولو غړیو د منصور اطاعت لازمي دی. "هغوی چې د ده مخالفت کوي تېروتي دي،" دی ادعا کوي، "که هرڅوک شک لري، زه له هغوی سره ناستې ته تیار یم چې د مذهبي لارښوونو له مخې یې قانع کړم. "

پر یوې طالب ــ پلوې ووبپاڼې په یوه اوږده لیکنه کې د منصور-ضد فتوا لاسلیکونکو ۳۰ علماو له ډلې پر ځینو ملنډې وهل شوې دي. په دې کې ځیني علماو ته "اموخته سازشیان" ویل شوي دي.

په لیکنه کې راغلي، "په ظاهره دوی خپلځان داسې ښيي چې د مسلمانانو ترمنځ د جګړې او وینې بهولو د مخنیوي هڅه کوي خو دوی په اصل کې پراخ بغاوت پاروي،"

XS
SM
MD
LG