د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهری څوک دی؟


نواب ثناء الله زهری
نواب ثناء الله زهری

د زهري کورنۍ د غړیو په اړه ویل کېږي چې نرینه تن یې کله هم په طبعي مرګ نه دی مړ شوی.

د مري تړون له مخې د مسلم لیګ ـــ ن، نواب ثناء الله زهری، د زیارت ورځ په غوڅ اکثریت د بلوچستان نوی اعلا وزیر وټاکل شو، تر دې یوه ورځ وړاندې ډاکټر مالک بلوڅ له دغې څوکۍ خپلځان ګوښه کړ.

په ۲۰۱۳م کال اسلام اباد ښار ته نژدې په سېلاني سیمه مري کې د مسلم لیګ ــ ن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل پارټۍ ترمنځ تړون وشو چې د پنځو کلونو حکومتي دوره به په دوو برخو وېشي، او لومړی به د نېشنل پارټۍ د یو مرکزي مشر ډاکټر مالک په مشرۍ صوبايي حکومت جوړېږي او وروسته به بیا د مسلم لیګ ــ ن، وار وي.

د خپلې مودې له ختمېدو سره سم مالک د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزي تهاستعفا وکړه او پرځای یې نن د زیارت ورځزهري بې له مخالفته د صوبې نوی اعلا وزیر وټاکل شو.

زهري له ټاکلېدو پس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې پر ټولو لویو مسلو به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي.

یاده دې وي چې د زهري تر منتخبېدو وړاندې د بلوچستان اسمبلۍ لپاره

لومړنۍ ښځينه سپيکره چې د مسلم لیګ ــ ن، غړې ده وټاکل شوه.

د نواب ثناو الله زهري ژوند لیک

نواب ثناو الله زهری د خضدار ضلعې په انجیره کې د ۱۹۶۱م کال د اګست پر څلورمه نېټه زوکړی چې د زهري قبیلې ټاټوبی دی. د هغه پلارسردار دودا خان زرکزی نه یوازې د زهري ټبر مشر وو بلکې د ټولې جالاوان سیمې مشري یې هم ترغاړې وه او په قبایلي دښمنیو کې یې سر هم وبایله.د پلار په څېر د بدۍ او دښمنۍ توکۍ د سنګ مرمرو د دغه لوی سوداګر غاړې ته هم ولوېد. هغه د جالاوان مشرتابه پرسر خپل ورور محمد رسول بخش زهري وواژه چې وروسته یې بیا په کوټه کې روغه وشوه. خو له کشرانو وروڼو سره یې لاهم لانجه روانه ده.

په ۲۰۱۳م کال د ټولټاکنو مهال پر هغه د سړکغاړې چادونو یو لوی بریدشوی وو چې پکې د هغه یو زوی، یو ورور، او یو وراره وژل شوي ول. د هغه برید په اېف ای ار کې ثناءالله زهري د بلوچستان نېشنل پارټۍ د مشر سردار اختر جان مېنګل، د بلوڅ پېلتونپالي مشر ډاکټر الله نذر او د بلوچستان لیبرېشن ارمي د مشر برهمداغ بګټي نومونه هم لیکلی وو. ځینې سرچینې وايي، چې ډاکټر الله نذر خپله د ثنا زهري کور ته ورغلی وو چې په برید کې لاس نه لري.

د زهري کورنۍ د غړیو په اړه ویل کېږي چې نرینه تن یې کله هم په طبعي مرګ نه دی مړ شوی.

زدکړې او سیاسي ژوند

نواب ثناء الله زهري د سیند صوبې له کراچۍ پوهنتونه په ۱۹۸۳م کال په پولیټیکل ساینس کې ماسټري کړې او په ځوانۍ کې د بلوچستان یو نامتو سیاستوال میرغوث بخش بزنجو له سیاسي ګوند نېشنل پارټۍ سره خپله سیاسي مبارزه پیل کړه. او د هغه تر مرګه یې د ګوند ټینګ غړی وو.

په ۱۹۹۰ م کال په ټولټاکنو کې د خپل ګوند له خوا په ټاکنو کې ودرول شو او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شو.هغه مهال د اعلا وزیر تاج محمد جمالي په حکومت کې صوبايي وزیر وګمارل شو. هغه د ذوالفقار علي مګسي په حکومت کې هم وزیر ټاکل شوی وو. هغه په ۱۹۹۸م کال د سېنېټ غړی هم ټاکلشوی وو. هغه د قلات پرته شپږ ځله په ټولټاکنو کې کامیابه شوی دی.

له ۲۰۰۲ مه تر ۲۰۰۷م کاله د نېشنل پارټۍ په ټکت د خضدار له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی شو او تر۲۰۰۳م کاله وزیر هم وو . خو د بلوڅ ملتپالي سیاسي مشر نواب اکبر خان بګټي او پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف ترمنځ د لانجې پورته کېدو وروسته یې له خپله وزارته استغتفا ورکړه. او پر اپوزیشن څوکیو کښېناست.

په ۲۰۱۰م کال هغه د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ کې شامل شو او د دغه کال په اګست کې د دغه ګوند بلوچستان صوبې مرستیال عمومي منشي (جنرل سیکرېټري)وټاکل شو.

په ۲۰۱۲م کال د بلوچستان لپاره د مسلم لیګ مشر شو. او په ۲۰۱۳م کال د بلوچستان په صوبايي کابینه کې سینیېر وزیر شو.

XS
SM
MD
LG