د لاسرسي ځای

د پېښور زلمي کرکټ ډلې لوبغاړي سپر لیګ ته خوشبینه دي


عمران خان د پېښور زلمي لوبډلې نوی لوبغاړی

عمران خان د پېښور زلمي لوبډلې نوی لوبغاړی

د پاکستان سپر لیګ لپاره غوره شویو پنځه لوبډلو کې د پیښور زلمي ډله هم شامله ده چې مشري به یې د کرکټ قامي لوبغاړی شاهد اپرېدی کوي.

پاکستان سپر لیګ چې د ۲۰۱۶م کال په فېبرورۍ کې په عرب اماراتو کې پيلېدونکی دی، د سږني کال په یویشتم دسمبر ورته پنځه لوبډلې غوره شوې دي. په دغه لوبډلو کې کې به له قامي او نړیوالو لوبغاړو سره سره نوي لوبغاړو هم لوبیږي.

د پیښور زلمي ډله کې د قامي کرکټ ډلې وهاب ریاض، کامران اکمل، محمد حفیظ، جنېد خان، کرس جورډن، ډیرن سیمي، تمیم اقبال او جیم الینبایي شامل دي.

په نوو لوبغاړو کې افتخار احمد، ذوهېب خان، تاج ولي او رضوان له پیښوره، مصدق احمد له نوښاره، عمران خان جونیر له سواته او اسرار له تیمرګرې دي.

د سوات عمران خان جونیر چې په قامي کچه یې په شل اوریزه سیالیو کې برخه اخیستې ده. له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان سپرلیګ کې ورته یوه ډیره لویه موقع ملاو شوې ده او کوښښ به کوي چې تر وسه وسه ښه لوبه وکړي.

"کله چې د سپر لیګ اعلان کیدو نو زه د ټي وي مخې ته ناست وم، ما او مورپلار مې دعاګانې کولې. پي سي ایل یو داسې پلیټ فارم دی چې په کې نه یوازې د یو لوبغاړي تجربه ښه کیږي بلکې معاشي حالات یې هم ښه کیږي. او بل یو لوی خواهش مې دا وو چې له نړیوالو لوبغاړو سره لوبه وکړم، زه د پاکستان کرکټ بورډ مننه کوم چې پر ما یې اعتماد وکړ"

د پیښور زلمي ډلې یو بل لوبغاړی چې د تیمرګرې اوسېدونکی دی، وایي چې له دې لارې به په نړیواله کچه له لوبېدونکیو لوبغاړو سره د کرکټ زده کړې ترلاسه کړي.

د ده په وینا چې له دې سره به په نوو لوبغاړو کې اعتماد هم راځي.

"د کرکټ شوق مې له ډیر پخوا وو، کور کې به مې هم لوبې کولې او بیا په سکول او د کالج په سطح به مې هم مېچونه کول نو له دې محنت سره زه بیا د ضلعې په سطح کرکټ ته منتخب شوم او بیا په علاقایي کچ، نو زه پي سي ایل ته ډیر خوشاله یم او غواړم به چې په لومړیو یولس لوبغاړو کې ولوبېږم"

د ذکر ده روانه میاشت د پاکستان کرکټ بورډ له اړخه د پاکستان سپر لیګ پنځه ډلي په ۹۳ میلیون ډالرو واخیستل شول.

په دې پنځه ډلو کې، پیښور، کویټه، کراچۍ، لاهور او اسلام اباد هم شامل دی.

دا پنځه ډلې به په شارجه او دوبۍ کې څلورویشت لوبې کوي او دا به له څلورم فېبرورۍ پېلېږي او په درویشتم فېبرورۍ به لوبې سر ته رسوي.

XS
SM
MD
LG