د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ترهه ګرۍ په افغانستان او پاکستان کې پښتانه وځپل"


د شمالي وزیرستان په پوځی عملیاتو د تره ګرۍ ستونزه نه حلېږی بلکې پکار ده په پنجاب کې هم د ترهه ګر تنظیمونو په ضد هدفي عملیات ترسره شي

پېښور: عوامي نېشنل ګوند د بشیر بلور دویم تلینغونډه کې د ترهه ګرۍ او تندروۍ پر ضد د هغه مبارزې ته د عقیدت پیرزوونې وړاندې کړې. د ګوند مشرانو وویل، نن د پاکستان ادارو او نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو هم دا خبره ومنله چې د ترهه ګرۍ ضد د عوامې نېشنل ګوند پالیسي سمه وه او د ترهه ګرۍ ضد جنګ اوس خپل جنګ بولي.

د عوامي نېشنل ګوند پخوانی سېنېټرافراسیاب خان خټک غونډې ته په خپله وینا کې وویل: (( عوامي نېشنل ګوند د ترهه ګرۍ سېلاب ته یو بند تړلی وو او دې ته یې یو خنډ جوړ کړی وو، له کراچۍ تر سوات او وزیرستانه زموږ د ګوند تر یو زرو زیات کسان په ترهه ګرۍ کې قربان شوي دی، او دا قربانۍ یې د دې لپاره ورکړې وې چې په دې هېواد کې امن راولي، اوس حقیقت دا دی چې د ریاست ټولېادارې او سیاستوال د عوامي نېشنل ګوند په خبره متفق شو او اوس دوی وايي چې د ترهه ګرۍ ضد جنګ زموږجنګ دی، دا خبره وړاندې د باچاخان سپایانو کوله خو دوی به پیغورونه ورکول، اوس ټول وايي چې په ترهه ګرو کې ښه او بد نشته، تر څو چې پاکستان د باچاخان او ولي خان دې خبرې ته نه وي راغلی چې پردي جنګونه خپل کور ته مه راوړئ نو نن هم دې خبرې ته اړتیا ده چې پاکستان خپلې پالیسۍ داسی غوره کړي چې د ترهه ګرۍ دا ستونزه حل شي او دا به هله کېږې چې په افغانستان کې جنګ بند شي چې تر څو په افغانستان کې امن نه وي راغلی تر هغو دلته امن نشي راتلی))

افراسیاب خان د یو شعر له لارې دا خبره داسې هم وکړه:((د افغانستان یو شعر سلیمان لایق اجمل خټک ته د ۱۹۶۹ په یو خط کې دا شعر استولی وو چې

د هندوکش د باران هره قطره مخ په اټک او اباسین درځي
دلته د تللو بله لاره نشته هر څه چې خوځي لکه سین درځي

نو مطلب دا چې د افغانستان حالات په پاکستان داسې رابهېږي لکه سین))

د عوامي نېشنل ګوند په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې پارلیماني مشر سردار حسن بابک غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د ترهه ګرۍ ضد د بشیر احمد بلور مبارزه د پاکستان د ریاستي ادارو او سیاستوالو لپاره یو عملي مثال دی((نن د بشیر بلور قد، د هغه مبارزه، د ترهه ګرۍ پر وړاندې د هغه د مخالفت او مزاحمت انداز د دې وخت د ریاست لپاره او د دې وخت د حکومتونو لپاره او د دې وخت د ادارو لپاره یو ډېر لوی عملي مثال دی. په دې هېواد کې د ترهه ګرۍ لړۍ وړاندې په یو شکل کې وه او اوس په بل شکل کې ده او د نن وخت حکومتونه د ترهه ګرۍ په ختمولو کې سنجیده نه دی، موږ چې په سوات کې د وسلوالو په ضد عملیات کول نو موږ باندی به دا نیوکې کېدلی چې د خپل ولس په ضد ی پوځ هغلته کې لېږدولی دی او په یو پردي جنګ کې یې ځان ښکېل کړی دی خو اوس دا خبره ثابته شوه چې د ترهه ګرۍ ضد د عوامي نېشنل ګوند پالیسي وړاندې هم سمه وه او اوس هم سمه ده او تاسي وګورئ له اتلسو میاشتو په شمالي وزیرستان کې پوځی عملیات روان دي او خلک اوس په دې د نواز شریف ستائینه کويخو که چرته دوی د تره ګرۍ په ختمولو کې سنجیده وی نو پکار وه حکومت پاکستان یا د خېبر پښتونخوا حکومت د بشیر احمد بلور د دریم تلین په مناسبت دا منلې وه چېبشیر احمد بلور د قام او وطن لپاره قربانی ورکړې وه ځکه چې هغهپه کلکه د ترهه ګرو د فکر پر ضد ولاړ وو))

خو د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکتر میا افتخار حسېن دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې یواځې د شمالي وزیرستان په پوځی عملیاتو د تره ګرۍ ستونزه نه حلېږی بلکې پکار ده په پنجاب کې هم د ترهه ګر تنظیمونو په ضد هدفي عملیات ترسره شي ځکه چې تر ټولو زیات وسلوال تنظیمونه په پنجاب کې فعاله دي چې شمېره یې تر اویا هم سیوا ده-

د اې اېن پي صوبايي صدر او د پښتونخوا پخواني وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي پخپله وینا کې وویل چې په دې سیمه کې د دوامداره امن لپاره پاکستان او افغانستان ته د ترهه ګرۍ او سختدریځۍ پر ضد په ګډه کار کولو پکار دی او په افغانستان کې د امن بغیر په پاکستان امن ممکن نه دی- ((نن د پاکستان او افغانستان ترمینځ بې باوري ده او په یو بل شکونه کوي، او د دې له وجې ډېر لوی زیان رامینځ ته شوی دی. په افغانستان او پاکستان کې پښتنو ته ډیر لوی زیان ورسېدلو او دواړو هېوادونو ته هم ډېر زیان ورسېدلو، او اوس چې هم حالات خراب شوي دي نو نه موږ په مرکزي حکومت کې یو او نه په صوبايي حکومت کې خو بیا هم په موږ دومره باور کېږی چې د اشرف غني او نواز شریف ترمينځ جرګه د اسفندیار ولي خان په مشرۍ کې وشوه، موږ د خپل هیواد ریاستي ادارو ته خواست کوو او افغانستان ته هم خواست کوو چې دې وخت کې اعتمادسازی پکار ده او دې وخت کې یو والی پکار دی، چې په شریکه د ترهه ګرۍ او تندروۍ پر ضد موږ مبارزه وکړل شو،او په شریکه موږ ځان له ترهه ګرۍ او تندروۍ خلاص کړو))

د عوامي نېشنل ګوند مشر سیاستوال او مخکښ بشیر احمد بلور په ۲۰۱۲م کې د دسمبر په شپاړسمه نیټه په پېښور کې د تحریک طالبان پاکستان په یو ځانمرګی برید کې وژل شوی وو او نوموړی هغه وخت د پښتونخوا سینیېر صوبائی وزیر هم وو.

په پېښور کې د بشیر احمد بلور درېیم تلین ولمانځل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

XS
SM
MD
LG