د لاسرسي ځای

د سپاه قبیلې مشر حاجي نصیب اپرېدی وايي، د دوی د قبیلې خلک بې کوره ده، هغوی خپله مرستو ته اړ دي، دنیا ورسره مرسته کوي.‎ جرمانه څنګه او په څه شي پرې کړي

د خیبر اجنسۍ د سپاه قبیلې مشرانو وايي، د حکومت ځینې شرطونه یی منلي او یوشمېر مطلوب کسان یې هم پولیټیکل چارواکو ته سپارلي دي او د سیمې امنیت لپاره یې قامي تړون کړی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سپاه قبېلې مشرانو وویل، د پولیټکل انتظامیې له لوري لګول شویو جرمانې ورکولو ته تیار نه دي او نه هم ټول مطلوب کسان سپارلی شي.

د دوی په خبره چې د مطلوبو کسانو په نوملړ (فهرست) کې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې مشر منګل باغ او د هغه دوه زامن چې [یو یې مړ دی] همشامل دي او ځینې پکې داسې خلک هم شته چې ډېر پخوا بهر ملکونو ته تللي دي.

شاه فېصل اپرېدی وايي،”حکومت راته د ۲۳۶ کسانو نومونه راکړي ول چې پکې ۵۶ مو ورته وسپارل. په لیسټ کې د ځینو داسې خلکو نومونه هم ول چې هغوی [مړه] دي. زموږ هیله دا ده چې پر سپاه قبیلې لګول شوې جرمانه لیرې کړل شي. تراوسه خو چا جرمانه نه ده پرې کړې“

د سپاه قبیلې مشر حاجي نصیب اپرېدی وايي، د دوی د قبیلې خلک بې کوره ده، هغوی خپله مرستو ته اړ دي، دنیا ورسره مرسته کوي.‎ جرمانه څنګه او په څه شي پرې کړي. (پر موږ خو د اېف سي ار قانون هېڅ نه لاګو کېږي، له سیمې ټول خلک وتلي دي، موږ د جګړې په حال کې یو. نو حکومت د جنګ په حالت کې پر موږ کوم قانون لاګو کوي)

د سپاه قبیلې مشران غوښتنه کوي حکومت باید اوس د دوی د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنېدو اعلان وکړي، چې د نورو قبیلو غوندې دوی هم خپلو کورونو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG