د لاسرسي ځای

پروان کې ځانمرګي برید پنځه امریکايي سرتېري وژلي


د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید پنځه امریکایې سرتېري وژلي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ازادۍ راډيو ته وویل چې برید له غرمې وروسته د بګرام ولسوالۍ په باجوړي کلي کې پر پلي ګزمه مریکایي ځواکونو شوی دی.

نوموړي وویل درې امریکایې او پنځه افغان سرتېري هم ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG