د لاسرسي ځای

راډیوي جنګونه ، دایف ایم بازار او د شکرالله موزیک سنټر


شمالي وزیرستان کې د راډیو یو اوریدونکی

شمالي وزیرستان کې د راډیو یو اوریدونکی

په ننګرهار کې پخوا دومره میوزیک سنټرونه یا د هغه ځای په اصطلاح کیسټ فروشیانې نه وې لکه اوس چې ایف ایم راډیوګانې پکې فعالې دي. ایف ایم راډیوګانې دنن وخت یو له موثرو او باکیفیته چینلونو څخه دي چې ترېنه په ګټې اخیستو ډېر په راڼه انداز کې خلکو ته پروګرامونه ، پیغامونه او تبلیغات رسول کېدای شي.

په افغانستان کې د راډیو او ټیپونو یو مستري

په افغانستان کې د راډیو او ټیپونو یو مستري

خو دا د نن کیسه ده ، پخوا داسې نه وه ، ما خپل وړکتوب په ننګرهار کې تېر کړی ، یو وخت دغلته یواځې یوه حکومتي راډیو وه او خپرونې به یې محدودې وې. ددې لپاره چې خلک د راډیو خپرونې او خبرونه تعقیب کړي نو په ښار کې به ځای په ځای په ونو کې لاسپیکرونه لګیدلي وو ، او خلکو به په روانه روانه څه نا څه اورېدل او له یو څه به خبرېدل.په ښار کې یو د « شکرالله میوزیک سنټر » و چې کیسټونه به یې پلورل. په هر کیسټ کې به دوی د خپل دوکان ادرس لوستلو ، ماته اوس هم یو څه یاد دی چې ویل به یې : د شکرالله له دوکان څخه یې اورئ، د دوکان نمبر دی اته سوه او یو اویا، تالاشي چوک جلال اباد.

د شکرالله له دوکان نه چې کومه موسیقي خپرېده معیار یې تر اوسنیو سندرو ډېر اوچت و.

خو اوس د هر ایف ایم راډیو نه د شکرالله میوزیک سنټر جوړ دی . د شکرالله له دوکان نه چې کومه موسیقي خپرېده معیار یې تر اوسنیو سندرو ډېر اوچت و. په محلي راډیو ګانو کې ځینې یې د ارزښت وړ خپرونې ، پروګرامونه او خبرونه هم وړاندې کوي او له دې انکار نشي کیدای چې دوی خپل رسالت په پوره مانا ادا کړی دی.

تېره اونۍ ځايي اوسیدونکیو د « خلافت غږ » راډیو خپرونې واورېدې او حیرانه شول چې په په روانو « دوپیازو» کې دا « درې پیازه » له کومې راپیداشو او هغه هم په ایف ایم څپه ؟ د افغانستان په جنګ کې داسې د حیرانۍ شیبې ډیرې مخې ته راغلي ، د ننګرهار خلکو ته د طالبانو شریعت غږ راډیو هم یاد دی چې یو وخت یې د خپل نظام په ګټه خپرونې کولې. خو اوس د ګڼو ایف ایم راډیوګانو په منځ کې د داسې غږ اورېدل ډېرو ته د حیرانۍ وړ خبره ده.

د افغانستان د راډیو تلویزون یوه محلي سټوډیو

د افغانستان د راډیو تلویزون یوه محلي سټوډیو

زه د راډیو سره له تېرو دولسو کلونو راهیسې کار کوم ، ما ته معلومه ده چې راډیو کله د هوا په څپو خپرونې کوي، نو دا خپرونې هر کاله ، هر وګړي او هرې تپې ته رسیږي. ستاسو هدفي اوریدونکي ښايي د ټولنې یوه برخه وي، خو پاتې نور یې هم اوري ، د چا پام چې ښايي تاسو نه وي کړی.که خبره نوره هم واضحه کړم ، نو داسې به ووایم چې په غره کې ناست وسله په لاس تن هم راډیو اوري ، کله درته خاندي، کله ژاړي او کله غاښونه چیچي.نو کله کله هغوی هم په خلکو خپل غږ اورول غواړي او ددې لپاره هغه وسایل کاروي چې ظاهرا یې دوی د شرعې خلاف ګڼي. دوی چې د ځان د تبلیغ لپاره ضرورت ورته پیداشي، نو بیا راډیو ، د ایف ایم څپې، فلمونه ، ټویټر ، فیس بک ، ویډیويي کیمرې ، عصري وسلې هرڅه روا ګڼي. دا هغه توکي دي چې د دوی لخوا د ځان ځانۍ په جوړه شوې ټاپو کې باید هیڅ نه وای ځکه چې کله یې نور استعمالوي نو بیا دوی یې تر خپله وسه د منع کولو هڅه کوي او ناروا یې ګڼي.

دوی په راډیو مېرمنو ته ویل خاوندانو باندې مو ږیرې پریږدئ او که هغوی داسې نه کوي، نو تاسو یې پریږدئ.

یو مهال چې زه پېښور کې وم نو ملا فضل الله په سوات کې و او د ایف ایم راډیو یې لرله چې ډیر شی اوریدونکي یې لرل ، ددې لپاره نه چې ګوندې ښې خپرونې یې کولې، بلکه ددې لپاره چې ځايي خلک ځان خبر کړي چې سبا به په « خوني څلور لاره » کې څوک په دار ځړول کیږي؟ دوی په راډیو مېرمنو ته ویل خاوندانو باندې مو ږیرې پریږدئ او که هغوی داسې نه کوي، نو تاسو یې پریږدئ، دې ته ورته نور حکمونه هم په دغه راډیو خپریدل. تر دې چې بهرنۍ نړۍ ملا فضل الله د « راډیويي ملا » په نوم پیژندلو او تر ننه دا نوم ورپورې دی.

په بونیر کې د ملا فضل الله د ملګرو پخوانی انځور

په بونیر کې د ملا فضل الله د ملګرو پخوانی انځور

په افغانستان کې مطبوعات ازاد دي او د قانون په چوکاټ کې د شرایطو په پوره کولو سره هرڅوک کولی شي د یوې چاپي یا بریښنايي رسنۍ اجازه واخلي او خپرونې پیل کړي. خو د خلافت غږ په غیر قانوني توګه د ښار په منځ کې په ایف ایم څپو اوریدل شوی چې دا نااشنا خبره ده او د ولې ځواب باید چارواکي ووايي خو د ننګرهار چارواکو همدومره ویلي چې د دوی لومړني معلومات ښايي چې دا غږ د پولې ها غاړې ته سرچینه لري. ښايي دا خبره به سمه هم وي او په جلال اباد کې د پاکستان جنرال قونصل ته افغان حکومت شکایت هم کړی وي، خو پوښتنه بیا هم داده چې ایاد همدومره کافي ده ، کنه نور هم څه کول پکار دي ؟ د افغانستان او پاکستان ترمنځ « تاویلي » ، « ما ویلي » د اسلام اباد د اسیا زړه کانفرانس نه پس یو څه کم شوي دي ، نو څنګه کیدای شي چې دواړه هیوادونه د زهرجنو تبلیغاتو مخنیوی وکړي ؟ په دې سوچ پکار دی. د افغانستان د اطلاعاتو کولتور وزارت او د پاکستان د بریښنايي رسنیو د څار ادارې « پیمرا » ته په دې اړه په شریکه څه کول پکار دي ، ځکه چې کليوال خټک وايي :

هر څوک چې د پنځو ګوتو په شمار باندې پوهیږي

زما او ستا ترمنځ په نري تار باندې پوهیږي

XS
SM
MD
LG