د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکو د ځمکو د غصب خلاف کمپاین پیل کړی


په بهسودو ولسوالۍ کې پر غصب شویو ځمکو ولاړ بنیادونه ونړول شول.
په بهسودو ولسوالۍ کې پر غصب شویو ځمکو ولاړ بنیادونه ونړول شول.

د ننګرهار چارواکو د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سلګونه جریبه غصب شوې دولتي ځمکه باندې د کورونو بنیادونه او دیوالونه ونړول.

د تيرو دريو هفتو راهيسې د ننګرهار ولایتي ادارې د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي او راګرځولو کمپاين پيل ;ړی چې د دغه کمپاین په دوام کې يې د يکشنبې په ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سراچه عليخان سيمه کې په سلګونو جریبه ځمکه باندې د نمره شويو کورونو دیوالونه چپه کړل.

د غصب شویو ځمکو خلاف به تر هغې پورې کمپاین روان وي تر څو ټولې حکومتي ځمکې واپس شوې نه وي.
مرستیال والي حنیف ګردیوال.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګردیوال په یاده سيمه کې پر غصب شويو ځمکو باندې د دیوالونو د چپه کيدو پر مهال خبريالانو سره په خبرو کې وويل، دوی به تر هغې خپل کمپاین روان وساتي، څو پورې چې يې ټولې غصب شوې دولتي ځمکې بیرته نه وي راګرځولي.

« زموږ مسووليت د ادی چې د غصب مخه ونیسو. تاسو عملاً ګورئ چې دغه سنګکاري چې شوې وې او یا دیوالونه اوچت شوي وو، وران شول او دا لړۍ به تر هغې پورې دوام وکړي چې په دغه ساحه د غصب ټول اثار له منځه تللي نه وي، د بهسودو ولسوال او د ولسوالۍ امنیه قوماندان دلته حاضر دی او دې ټولو ته زموږ دا لارښوونه ده چې د غاصبینو به کلک مخنيوی کوي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.»

د بهسودو ولسوال اسراالله قاري زاده وايي چې دغه دولتي ځمکې د سيمې خلکو غصب کړې وې او پر نورو خلکو يې پلورلې وې، چې د هغوی له ډلې يې ځينې غاصبین نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.

«د دې سيمې اوسیدونکي دي چې دغلته يې دولتي ځمکې په يوه نوم او بل نوم د نمرې په شکل خرڅې کړي، او تاسو ګورئ عملاً کمپاین جریان لري. پخوا هم د دغې ځمکې د غصب اصلي عاملين نیول شوي او څارنوالۍ او اړوندو مرجعو ته وسپارل شوي دي.»

قاري ذاده وايي چې دوی د بهسودو ولسوالۍ اړوند د غصب شويو ځمکو د ۱۸۰ تنو غاصبینو لست په رسمي توګه څارنوالۍ ته سپارلی دی.

د ننګرهار د عدلیې ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۲۸۱۲۰۵ جریبه ځمکه غصب شوې چې په بیلابيلو ولسواليو کې په زرګونه جریبه ځمکو باندې پخې ودانۍ جوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG