د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر ازربایجان ته روان دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سه شنبې (د سمبر ۲۲ ، ۲۰۱۵ ) په ورځ اذربايجان ته لاړ شي.

په دې سفر کې به یو لوړ پوړی پلاوی هم د محمد اشرف غني ملګرتیا کوي. د آزربایجان « ترند » نیوز آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د ملي امینت د شورا سلاکار ، او د بهرنیو چارو،مالیې ، سوداګرۍ ، کار او ټولینزو چارو وزیران به له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملګري وي.

افغان ولسمشر د ټاپي پروژې د پرانیستې پرمهال له سیمه ایزو چارواکو سره
افغان ولسمشر د ټاپي پروژې د پرانیستې پرمهال له سیمه ایزو چارواکو سره

ولسمشر غني په دې ورستیو کې د سیمې په سطح اقتصادي او سوداګریزې هلي ځلې زیاتې کړي چې ښه بیلګه یې د ټاپې پروژې د کار پیلیدل دي.

ازربایجان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه لا تراوسه جزیات نه دی ورکړل شوي.

افغان ولسمشر په دې وروستیو کې له پاکستان او ترکمنستان څخه هم لیدنه وکړه چې پکې نوموړي د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو سره د خپل هیواد د اړیکو د پیاوړي کولو یادونه وکړه.

XS
SM
MD
LG