د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که د ماشوم پرمختګ غواړئ نو په مورنۍ ژبه زدکړې ورکړئ"


په خېبر پښتونخوا کې که يو خوا د تعليمي نصاب په برخه کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ نوي حکومت يو شمېر بدلونونه راوستل نو بلخوا يې په سکولونو کې تدريسي ژبه په انګريزي باندې د اړولو پرېکړه کړې ده.

پراګ: په خېبر پښتونخوا کې که يو خوا د تعليمي نصاب په برخه کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ نوي حکومت يو شمېر بدلونونه راوستل نو بلخوا يې په سکولونو کې تدريسي ژبه په انګريزي باندې د اړولو پرېکړه کړې ده.

د حکومت دغه ګام په ځينو حلقو کې له مخالفت سره مخامخ شوی دی او غوښتنه شوې چې انګريزي دې يوازې د يو مضمون په حېث وښودل شي او د نصاب ژبه دې پښتو کړل شي.

صوبايي حکومت تېر کال دا اعلان کړی و چې د صوبې په ټولو سکولونو کې به د نصاب ژبه په انګريزي اړوي چې دا ډول ماشوم په راتلونکې کې د لوړو زدکړو په برخه کې ستونزه ونه لري.

د حکومت له پلان سره سم دا کار به په تدريجي ډول پرمخ ځي او هر کال به د يو نوي ټولګي نصاب په انګريزي کې اړول کيږي. په دې لړ کې سږ کال د اول ټولګي زياتره مضامين په انګريزي واړول شول او دا ډول هر کال به د يو يو ټولګي نصاب په انګريزي اړول کيږي.

د حکومت د دې ګام پر ضد د ډاکټر خان تحريک په نوم يو غورځنګ د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې مظاهره وکړه او غوښتنه يې کول چې ماشومانو ته دې په خپله مورنۍ ژبه زدکړې ورکړل شي.

د دې غورځنګ مشر عابد منير خان مشال راډيو ته وويل ، موږ دا وايو که څوک دا وخت پښتنو ته وايي چې تاسو به انګريزي نه زده کوئ نو و به وايو چې دا د پښتنو خېرخواه نه دی. انګريزي ژبه به زده کوو او خاماخا به يې زده کوو. خو فرق کول پکار دي چې انګريزي ژبه زده کول که په انګريزي ژبه کې سبق زده کول؟ دا دوې جلا جلا خبرې دي. زه چې خپل بچي ته نصيحت کوم، معلومات ورکوم او پوهه ورکوم، هغه که زه په انګريزي ژبه کې ورکړم نو هغه ډول يې نشي حاصلولای لکه څنګه چې په خپله ژبه په پوهېدلای شي. په دې وجه موږ دا وايو چې د علم ټول کتابونه په پښتو ژبه ورته وښياست او انګريزي ورته د ژبې په توګه وښياست.

د د غو اعتراضاتو په ځواب کې د خېبر پښتونخوا د تعليم صوبايي وزير محمد عاطف خان مشال راډيو ته وويل چې د نورو صوبو په يو شمېر ښوونځيو او شخصي سکولونو کې د نصاب ژبه انګريزي وي نو بايد يو غريب ماشوم هم په انګريزي ژبه زدکړې وکړي تر څو په راتلونکې کې د څه ډول تعليمي ستونزې سره مخامخ نه شي.

محمد عاطف خانوویل ، په ځينو سکولونو کې تعليم په انګريزي ژبه دی لکه شخصي سکولونو کې او د نورو صوبو په ځينو سکولونو کې. په دې وجه زموږ ماشومان وروسته پاتې کيږي يا هغوی ته بيا په راتلونکې کې تکليف وي چې هغوی بيا د نورو ماشومانو سره يو شان شيان نشي زده کولای. نو زما په فکر دا د دغو غريبو ماشومانو سره زياتوب دی چې سړی يوازې د خپلو سياسي مقاصدو لپاره دا ووايي چې د خپلو ماشومانو لپاره دې بېل سکول وي او د سرکاري سکولونو د ماشومانو لپاره دې بېل تعليم وي. مسله د ژبې نه ده چې پښتو دې شي يا دې انګريزي شي. مسله د تپوس ده، مسله د لومړيتوب ده او مسله د حکومتدارۍ ده. دغو شيانو ته پاملرنه پکار ده. پښتو بالکل زموږ ژبه ده او د ژبې په حېث د هغې پرمختګ په کار دی خو د تعليمي ژبې په حېث بيا وروسته خلکو ته تکليف وي.

که څه هم د پښتونخوا په سرکاري سکولونو کې ماشومانو ته پښتو د يو مضمون په حېث اوس هم ښودل کيږي خو مورنۍ ژبې ته د نصابي ژبې درجې ورکولو تر شا څه منطق کېدای شي؟

د خېبر پښتوخوا د نصابي کتابونو د ادارې پخوانی مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي چې ماشوم ته بايد په مورنۍ ژبه زدکړې ورکړل شي خو د ژبو تر منځ بايد توازن هم وساتل شي.

ډاکټر فضل رحيم مروت زیاتوي ، په نړۍ کې منل شوی منطق دا دی چې ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعليم ورکول په کار دی. زموږ په پښتونخوا صوبه کې حالت داسې و چې موږ انګريزي هم ويلې ده، اردو مو هم ويلې ده او فارسي او عربي هم پکې شته او پښتو هم شته. اوس د دغو ټولو تر منځ توازن په کار وي. ژبه يوازې د علم نخښه نه ده. اوس که حکومت دې ته ګوري چې نن سبا انګريزي پر دنيا حکومت کوي نو هغه پرمختللې ټېکنالوجي د انګريزي په وجه نه ده بلکې د دنيا ډيرو ملکونو د انګريزي علاوه په خپلو ژبو کې ډېر پرمختګونه کړي دي. موږ ته هم په کار ده چې په خپله ژبه کې زور راولو.

د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ کې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ کې د تېر حکومت لخوا په وضع کړل شوي نصاب کې هم يو شمېر بدلونونه راوستل چې د پښتنو ملتپالو او روڼ اندو له کلک غبرګون سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG