د لاسرسي ځای

امریکا وايي ترکي دې خپل ځواکونه له عراقه وباسي


د امریکا ولسمشر د ترکیې له ولسمشر څخه وغوښتل چې د جنجال د راکمیدو لپاره خپل ځواکونه د عراق له شمال څخه وباسي.

بارک اوباما تیره ورځ له رجب طیب اردوغان سره په ټیلفون خبرې وکړې او همداراز یې ترې وغوښتل چې له ګاونډي عراق سره د جنجال د کمیدو په خاطر نور اقدامات هم وکړي.

ترکیې تیره میاشت هغه پوځي روزنیز مرکز ته چې مخکې هم پکې ترکي روزونکي وو، نور کسان واستول، خو پر دې پریکړې بغداد اعتراض وکړ.

د ترکیې ولسمشر د عراق د حکومت دا غوښتنه نه ده منلې چې خپل ټول ځواکونه له عراقه وباسي، خو یو شمیر ځواکونه یې د عراق خود مختاره سیمې، کردستان ته لیږدولي دي او هلته یې خلکو تود هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG