د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملکرو ملتونو د شام سولې په اړه قرارداد منظور کړ


د ملګرو ملتو امنیت شورا په شام کې د سولې د ټنیګیدو لپاره د امریکا او روسیې له لورې وړاندې شوې قرارداد مسودي منظوري ورکړي ده.

د شلو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران تیره ورځ په نیویارک کې راغونډ شوي وو او پر مسوده یې بحث وکړ.

د مسودې تر منظوري وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د غونډې برخه والو ته وویل ، دا شورا ټولو اندیښنو ته یو ښکاره پیغام لري، چې اوس هغه وخت دی چې باید په شام کې د وژلو مخه ونیول شي او یوه حکومت ته لاره هواره شي، څو د دې جګړې ځپلې سیمې د خلکو حمایت وکړي.

په پریکړه لیک کې له ملګرو ملتو غوښتل شوي دي چې د شام د ولسمشر بشار الاسد د حکومت او د اپوزسیون معتدلې ډلې چې له پنځو کلونو سره په جګړې دي، خبرو ته کښیني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG