د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدي نثارعلي خان وايي چې کله پوځ له قبايلي سيمو راوګرځي نو هلته به په ايف سي او رينجرز ځواکونو مشتمل د امنيت لپاره ځانګړی ځواک پاتې کيږي.
نوموړي پرون قامي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال د پوځ د راستنېدو وخت ونه ښود.
چوهدري نثار علي خان زياته کړه چې د پوځي عملياتو او جګړو له وجې بې کوره شوې خلکو د ستنولو او د قبايلي سيمو آييني حیثيت کې د ممکنه بدلون د څيړلو لپاره يې يوه کمېټه جوړه کړې ده.