د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: یو کونسلر د پولیو څاڅکو ضد فعالیت له کبله بندي شوی دی


په پېښور کې د پولیو ضد کمپاین
په پېښور کې د پولیو ضد کمپاین

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ځايي ښاري حکومت یو کونسلر د ګزڼ – پولیو – ناروغۍ د څاڅکو پر ضد فعالیت له کبله په زندان کې اچول شوی دی.

پیښور: د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ځايي ښاري حکومت یو کونسلر د ګزڼ – پولیو –ناروغۍ د څاڅکو پر ضد فعالیت له کبله په زندان کې اچول شوی دی.

د پېښور ضلعي انتظامیه وايي چې د سلیم په نامه دې کونسلر نه یوازې خپلو ماشومانو ته د ګزڼ ضد څاڅکې نه ورکول بلکې نورو به یې هم هڅول چې خپلو ماشومانو ته دا څاڅکي ورنکړي.

د پیښور د مرستیال کمیشنر ویاند سجاد خان د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د سلیم په نامه دا کونسلر د پیښور د شکۍ هندکیان کلي دی.

سجاد خان وویل چې دې کونسلر به هغه ډلې هم ځورولې کومو چې به په سیمه کې د ګزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره ماشومانو ته څاڅکي ورکول.

د سجاد خان په وینا ، سلیم اصلاً درې ورځې وړاندې د یاد عمل له کبله په زندان کې اچول شوی دی.

سجاد خان وویل چې په پېښور کې اوس د داسې کسانو شمېر تر پنځه سوه کم دی چې خپلو ماشومانو ته د ګزن ناروغۍ ضد څاڅکو له ورکولو انکار کوي.

ده وویل چې څو میاشتې وړاندې د داسې کسانو شمېر په زرګونه وو خو اوس یې شمېر ځکه کم شوی دی چې پر ضد یې کلک ګاونه واخیستل شو.

ده زیاته کړه ، د ضلعې مجسټریټانو او ډپټی کمشنر ریاض محسود د دې لپاره سخت ګامونه پورته کړي دي او چې څوک له پولیو ضد څاڅکو انکار کوي له هغوی سره لومړی خبرې کېږي او چې ونه مني نو بیا یې د نیولو امر کېږي.

کلونه وړاندې به یو شمېر مذهبي عالمانو هم د ګزڼ ناورغۍ د مخنیوي لپاره د ورکول کېدونکو څاڅکو پر ضد ویناګانې کولې.

خو له تېرې څه مودې راهسې دیني عالمانو د فتواوو له لارې د دې ناروغۍ د مخنیوي څاڅکې نه یوازې حلال ګرځولي بلکې خلکو ته وايي چې دا ډېر ضروري دي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د شنبې ورځ د یادې ناروغۍ د مخنیوي بهیر دریمه وه چې د چارواکو په وینا د دې بهیر په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا پنځه شپیتهلکه او د قبایلي سیمو نهه نیم لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو هدف ټاکل شوی دی.

د صحت نړیوالې ادارې وايي چې د ګزڼ ناروغي اوس په ټوله نړۍ کې یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاتې شوې ده.

په پاکستان کې دا ناروغي په تېرو شاوخوا دوو کالو کې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا ، قبایلي سیمې ځپلې دي. د دې تر څنګ په بلوچستان او کراچۍ کې هم یو شمېر ناروغان مخې ته راغلي دي چې د هغوی هم زیاتره شمېر د پښتنو ماشومانو دی.

XS
SM
MD
LG