د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایش کارټر: موږ به افغانستان هیڅ کله یوازې نه پرېږدو


د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر
د امریکا د دفاع وزیر اېش کارټر

د امریکا دفاع وزیر اېشټن کارټر یو ځل بیا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره پر دوام لرونکي ملاتړ ټینګار کړی دی.

کابل: د امریکا دفاع وزیر اېشټن کارټر یو ځل بیا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره پر دوام لرونکي ملاتړ ټینګار کړی دی.

اېشټن کارټر دا څرګندونې د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال کړې دي.

نوموړي تېره ورځ خپل افغان سیال معصوم ستانکزي ته وویل چې امریکا له تاسو سره ولاړه ده او په راتلونکو څو کلو نو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د دوی د ظرفیتونو د لوړولو ژمنې ترسره کوي.

اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس لیکي چې اېش کارټر په داسې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت د کتلو لپاره هلته تللی چې رپوټونه د جنګ جګړو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې اسلامي دولت ډله یا داعش هلې ځلې کوي چې د افغانستان په ختیځ کې ځان ته پناه ځای جوړ کړي.

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د افغانستان له سرپرست دفاع وزیر معصوم ستانکزي سره له خبرو وروسته په یوې ګډې خبرې غونډې کې له افغانستان سره د امریکا پر اوږدمهالو مرستو او ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري مشال راډیو ته وویل ، د امریکا د دفاع وزیر په ښکاره او څرګندو ټکو وویل چې موږ له افغانستان سره یو، ووبه او ټول وخت د افغانستان په ټولو برخو کې مرسته کوو او د افغانستان ملاتړ کوو په ځانګړې توګه د افغان پوځ."

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د افغانستان لیدنه کوي چې په دې هېواد کې د امریکا او د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان کمپبل اندېښنه څرګنده کړې چې د شام او عراق جنګیالي له هغو افغانانو سره یوځای شوي چې د پاکستان پولو ته نژدې یې د افغانستان په ختیځ کې له اسلامی دولت ډلې سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

چارواکي له مودو راهیسې خبرداری ورکوي چې په دې سیمه کې د داعش ډلې د کسانو شمېر محدود دی چې کیدای شي؛ د زرو یا درې زرو کسانو پورې وي ، خو له طالبانو ناراضه شوي کسان له دوی سره یوځای کیږي.

د امریکا دفاع وزیر وویل، اسلامي دولت ډله غواړي په هغه ځای کې چې یو فرصت یې ویني ځان ته کوچنۍ ځالې جوړې کړي او امریکا به اجازه ورنه کړي چې په خاصه توګه په ننګرهار کې دوی ځان ته یو پناه ځای جوړ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه نوي رپوټ هم اندېښنې رامینځ ته کړي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدو طالبان زړور کړي دي چې سږ کال یې بریدونه زیات وو.

امریکايي او ایتلافي ځواکونو یې تېر کال خپل ګڼ شمېر عسکر له افغانستانه و اېستل خو په ننګرهار کې اوس هم شاوخوا ۶۰۰ امریکایي عسکر شتون لري.

اوس مهال په ټول افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي عسکرو شمېر ۱۴ زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG