د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف هرکلى وکړ


پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف هرکلى وکړ او وايي چې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې د هر ډول سيمه ييزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

پاکستان د سعودي عرب په مشرۍ د ترهګرې مخنیوي لپاره جوړ د څلور دېرش اسلامي هېوادونوپه اتحاد کې د ګډون پخلی وکړ.

د زیارت په ورځ په بهرنیوچارو دفتر کې د بهرنیوچارو دفتر ویاند قاضي خلیل الله خبري غونډې ته د خپلو اونیزې څرګندونو پرمهال وویل چې پاکستان د دې اتحاد برخه ده او هرکلی یې کوي خو پاکستان د ریاض لخوا نورو مالوماتو لپاره منتظر دی.

قاضي خلیل الله زیاته کړه چې د اتحاد موخه د ترهګرې مخنیوی دی نو ځکه یې پاکستان ملګرتیا کوي.

”دا د پاکستان پالیسي ده چې د ترهګرې ضد که په سیمه ییزه کچ او یا په نړیواله کچه یو څه کوشش کېږي نو موږ یې ملاتړ کوو ځکه چې ترهګري د یوه ملک او د یو علاقې نه بلکې د ټولې نړې مسله ده. “

د ذکر ده دوه ورځې مخکې سعودي عرب اعلان کړې وو چې د ترهګرۍ او د سختدریځۍ مخنیوي لپاره یې په څلور دېرش هېوادونومشتمل یو اتحاد جوړ کړی دی.

دې څلور دېرش هېوادونواتحاد کې د پاکستان کردار په اړه د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر محمود شاه وایې د پوځي طاقت په لحاظ پاکستان به دې اتحاد کې د سر رول لوبوي.

د ده په وینا چې اتحاد جوړول یو ښه ګام دی خو ایران پکې نه شامولول سمه خبره نه ده.

”په دې کې به عملي مشکلات ډېر وي ځکه چې مسلمان هېوادونو ترمینځه هاغه اتحاد نشته او د اسلامي هېوادونوارګنایزیشن کې هم اختلافات شته نو الله دې وکړي هاغه اتحاد په دې کې راشي چې پکار ده. بل دا چې په دې اتحاد کې د ایران نوم نشته نو موږ ته نه دي پکار په فرقه ییز بنیاد خبرې وکړو. “

د سعودي عرب سرکاري خبري ایجنسۍ په وینا چې د دې نوې اتحاد مشترکه مرکز به ریاض وي.

په دې اتحاد کې مصر، قطر، عرب امارات، ترکي، ملایزیا، پاکستان او مسلمان افریقایي ملکونه شامل دي.

خو د پاکستان به په دې اتحاد کې څه رول وي، د پاکستان خارجه چارو د ویاند له خبرې دوی ته لا نه ده مالومه.

XS
SM
MD
LG