د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې د مرګ سزاګانې ودروي"


د بشري حقونو سازمانونه وايي، په لوی شمېر د زندۍ یا اعدامولو له کبله پاکستان سږ کال د مرګ سزا ورکونکو په درو لویو ملکونو کې شامل شو.

د بښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو څار ډلې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ته په یوه لیک کې کښلي چې په ملک کې د مرګ سزاګانو عمليکول ژر تر زره ودروي، دوی ورته لیکلي چې له دغه سزاګانو تشدد او تاوتریخوالي زېږي.

د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو د وزیراعظم نواز شریف په نامه کښلي لیک کې ویلي دي چې د پېښور په آرمي پبلک سکول له حملې ورستو تر دې دمه تر درو سوو (۳۰۰) زیات کسان زندۍ (پانسۍ) شوي دي چې پکې ډېری یې د ترهګرۍ په جرمونو ککړ نه ول.

یاد تنظیمونه وايي، (په دومره زیات شمېر کې د زندۍ یا غرغره کولو له کبله پاکستان په روان کال کې د مرګ سزا ورکونکو درې لویو ملکونو کې شامل شوی دی نو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوو چې ترڅو یې د مرګ سزا نه وي ختمه کړې نو تر هغو دې په زندانونو کې د یادې سزا په انتظار قید مجرمانو په سزاګانو عملکول وځنډوي.)

یو بل غیر سرکاري تنظیم (پاکستان انصاف پروژه) ترمخه چې په تېر یو کال کې کوم کسان اعدام کړل شو نو پکې یوازې درېشپیته (۶۳) کسان داسې ول چې ورته د ترهګرۍ په پيښو کې په ککړتيا د مرګ سزا ورکړل شوه.

مشال ریډیو چې کله د مرګ د سزاګانو په اړه د کورنیو چارو وزارت سره تماس ونیولو نو یو چارواکي یې تش دومره وویل چې دا فیصله خو وفاقي حکومت د ترهګرۍ پرضد د قامي ایکشن پلان لاندې کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیم (ایچ آر سي پي) یو مشر کامران عارف وايي چې حکومت د مرګ له سزا بندیز پورته کولو پر وخت ويلي ول چې ترهګرو ته د مرګ سزا ورکولو له وجې به په ټولنه کې ښه والی راشي خو داسې ونشو او د مجرمانو اعدامولو باوجود د کراچۍ، لاهور، کوټې او پېښور پشمول د ملک په ځینو نورو ښارونو کې د ترهګرۍ غټې غټې پيښې رامخې ته شوې دی. د قانون نافذوونکو ادارو پر اهلکارانو هم حملې وشوې نو حکومت چې د کوم مقصد لپاره پابندي لرې کړې وه نو هغه خو يې ترلاسه نکړه.

خو د دفاعي چارو کارپوه او پخوانی بريګېډيېر سيد نظير وايي چې د مرګ سزا ګانو له وجې په ملک کې د ترهګرۍ له پېښو سره سره د جرمونو په شرح کې هم له څلوېښتو (۴۰)تر پنځوس (۵۰) فیصده کمی راغلی دی او بله دا چې دا د خلکو لپاره یو سبق هم دی چې یو څوک هم جرم کوي نو ورته به سخته سزا ورکول کېږي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال پر شپاړلسمه نېټه د پېښور پر آرمي پبلک سکول د وسله والو له حملې ورستو حکومت د مرګ په سزاګانو بندیز ختم کړی وو.

د پاکستان بشري حقونو سازمانترمخه چې دا وخت دملک په مختلفو زندانونو کې تر اووه نیم زرو (۷۵۰۰) زيات داسې بندیان دي چې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده.

XS
SM
MD
LG