د لاسرسي ځای

د افغانستان د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون پلاوي په کندهار کې د هوایي ډګر د تیرې اونۍ د برید جاج اخیستی

د افغانستان د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون پلاوي په کندهار کې د هوایي ډګر د تیرې اونۍ د برید جاج اخیستی دی.

یاد پلاوي د چارشنبې پر ورځ ناوخته د هغې پېښې د څیړنو په اړه وویل، د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی،غفلت او په هوایي ډګر کې دننه د تجارتي شرکتونو او دوکاندارانو فعالیتونو د وسله والو مخالفانو برید ته زمینه برابره کړې ده.

د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون یوه غړي پژواک خبرې اژانس ته د خبرو پر مهال پر استخباراتي کړیو هم نیوکې کړې دي چې د دې برید په اړه یې له مخه مالومات نه لرل.

د کندهار پر هوایي ډګر تېره اونۍ د وسله والو په برید کې د امنیتي ځواکونو په ګډون پنځوس تنه ووژل شوي او پنځه دیرش تنه ټپیان شوي وو.

د دې برید په اړه د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمیسیون څیړنې لا نه دي بشپړې شوې.

XS
SM
MD
LG