د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نوی قرارداد وړاندې کېږي


امریکا او روس په ګډه پر دې کار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د داعش پر ضد یو نوی قرارداد وړاندې کړي.

امریکا او روس په ګډه پر دې کار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د داعش پر ضد یو نوی قرارداد وړاندې کړي.

د دې قرارداد هدف دا دی چې د داعش وسله والې ډلې د مالي لارو چارو په نښه کولو لپاره فشار لا زیات کړل شي.

د ترهګرۍ او مالي چارو په اړه د امریکا لوړپوړي استخباراتي چارواکي اېډم جې زوبین ویلي چې دا قرارداد به له ترهګرو سره مرستې په پوره توګه جرم وګرځوي.

ده ویلي چې یاد قرارداد داسې دی لکه د یوولسم سپټمبر تر پېښور وروسته چې د القاعده شبکې د په نښه کولو لپاره وړاندې شوی وو.

نوموړي ویلي چې د شام او عراق په پراخو سیمو کې واکمنه داعش ډله هر کال د تېل او ګېس خرڅولو له لارې شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د شاملو هیوادونو د مالي چارو وزیران نن په نیویارک کې د داعش پر ضد د دې نوي قرارداد په اړه بحث کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG