د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حکومت دې د نویو ټیکسونو پرېکړه بیرته واخلي”


د پاکستان په سېمنټ کې د مالي چارو په اړه قایمه کمېټۍ پر حکومت نیوکې کړې دي چې د نویو ټیکسونو له لارې یې پر ولس نور بوج اچولی دی.

یادې کمېټۍ دا نیوکې د چارشنبې په ورځ ناوخته د سېنټ غونډې پر مهال کړې دي او غوښتنه یې کړې ده چې حکومت دې د نویو ټیکسونو پرېکړه بیرته واخلي.

د یادې کمېټۍ مشر سلیم منډوي والا ویلي چې حکومت د مارشلا غوندې د پارلمنټ له سلا مشورې پرته په خپل سر پرېکړې کوي.

بل پلو د پاکستان د امدن وفاقي ادارې مشر نثار محمد خان ویلي چې دوی دا نوي ټیکسونه په روان مالي کال کې د امدن کمي پوره کولو لپاره لګول شوي دي.

تر دې وړاندې د پېښور او کوټې په ګډون د ملک په یو شمېر ښارونو کې د دې نیویو ټیکسونو پر ضد احتجاجونه هم شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG