د لاسرسي ځای

"ګړده ټولنه د پېښور سکول برید ذمه واره ده"


د پيښور سیټي نمبر ون سکول مرستیال پرنسیپل وايي، په ارمي پبلیک سکول د برید ذمه واره یوه ډله نه بلکې ګړده ټولنه ده چې ولې په ملک کې داسې حالات جوړ کړل شول چې بې ګناه خلک وژل کېږي. اخونزاده شبیر د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې وویل، پکار ده چې د پوهنتونونو او ښوونځیو استادان او ریاست د تشدد مفکوری قابو کولو لپاره خپل کردار ادا کړي.

XS
SM
MD
LG