د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر مسلمانانو نیوکې د سختدرځو حملو خطر زیاتوي”


د تعليم مبارزه او د سولې نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سېشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ چې هغه سیاستوال چې پر ټولو مسلمانانو نيوکې کوي، د سخت دریځو د حملو خطر زیاتوي.

د پېښور پر آرمي پبلک سکول د بريد د لومړي تلين د لمانځنې په وخت ملالې برطانيه کې وويل چې د امریکا ولسمشرۍ لپاره د ريپبليکن ګوند يو کانديد يا اميدوار ډونلډ ټرمپ هغه وړاندیز وغانده چی ویلي يې وو مسلمانان باید امریکا ته له ننوتلو منع شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG