د لاسرسي ځای

د پېښور ګلونه او د پوځ نوې سندره!


پر پېښور سکول له بریده د ځپل شوې کورنۍ میندې ویر کوي

پر پېښور سکول له بریده د ځپل شوې کورنۍ میندې ویر کوي

دا داسې وطن دې چرته چې څوک سندرې ویلی شي هغوی تبلیغیان شي او چې چاته د وطن د اوسېدونکو د حفاظت ذمه واري په غاړه ده هغوی سندرې جوړوي.

دا خلک داسې ورک نه وو لکه دا اوس چې ورک دي.

دومره بې څوکه نه وو ، لکه اوس چې بې اسرې دي.

دومره بې ایمانه هم نه وو لکه دا اوس چې یي سرونه په ګریوانونو ورننوستي دي او تش اسویلي کوي....

دا داسې وطن دې چرته چې څوک سندرې ویلی شي هغوی تبلیغیان شي او چې چاته د وطن د اوسېدونکو د حفاظت ذمه واري په غاړه ده هغوی سندرې جوړوي.

د پښتنو خاوره د امن او خوشالۍ خاوره وه، دلته بدها د انسان د زړه او روح د رنځونو علاج په مینه او امن کې موندلې وو، دلته پیر روښان د قلم او کتاب خبره کړې وه، دلته باچاخان د عدم تشدد او انسانانو د خدمت بیرغ پورته کړی وو، دلته ګودر د دیدن او مینې ځای وو، دلته حجره د جرګو مرکو او سندرو مرکز وو، دلته مینه د بنګړو په شړنګ کې احساسېده او دلته د هر کاڼي شاته د سیمې د ولس د ستر تاریخ کیسې او داستانونه پراته وو.

خو په دې خلکو لوبه عجیبه شوې ده. دوی د مذهب په نوم له علم او پرمختیا بې برخې شول او د امن په نامه د جنګ په لمبو کې وسوځېدل. اوس دوی نه واک لري او نه ادراک، نه زور لري او نه اور.

نه مو چا شور واوریده نه مو چېرته اور پورې کړو

جذبې د مینې خالي داسې له وجدانه نه وې

څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ویاند ادعا وکړه چې په قبایلي سیمو کې يې د ضرب عضب په نامه په پوځي عملیاتو کې خواؤشا درې نیم زره وسله وال وژلي دي او له خیره پوځ د ترهه ګرو په ملا ماتولو کې بریالی شوی دی ـــ خو چاته مالومه نه شوه چې دا درې نیم زره وسله وال څوک وو، چېرته ووژل شول، ولې ووژل شول او په کوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو؟

د جرنیل صیب په دې دعوا لا بحثونه کېدل چې د کورمې په مرکز پاړه چنار کې بمي چاودنې ۲۵ نور پښتانه ووژل، نور کورونه وران شول، نورې دعوې وشوې ، نورې ژمنې وشوې ــــ خو د قاتل درک ونه لګېد.

نن د پېښورارمي پبلک سکول د یو سل دوه ویشت هغه ماشومانو لومړی تلین لمانځل کېږي، چې پروسږ کال په شپاړلسم دسمبر له خپل معصومیت سره سره له خاورو سره خاورې شول. د هغوی د مورپلار اوښکې لا وچې نه دي، د هغوی زخمونه لا ورغلي نه دي. خو یو کار شوی دی او هغه دا دی چې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې د هغوی په یاد کې یوه سندره خپره کړې ده.

دا داسې وطن دې چرته چې څوک سندرې ویلی شي هغوی تبلیغیان شي او چې چاته د وطن د اوسېدونکو د حفاظت ذمه واري په غاړه ده هغوی سندرې جوړوي.

په دې بحث نه کوو چې په دې سندره به د دغه ماشومانو مورپلار او خپلوخپلوانو ته څه ډاډ ترلاسه شي که نه خو په دې سندره کې چې په کومه خبره زور ورکړل شوی دی هغه دا دې چې اوس به د وطن ماشومان د دښمن بچو ته زده کړې ورکوي.

ډیره ښه خبره ده خو دښمن څوک دی؟

آیا دښمن هغه وسله وال دی چې د نولس سوه اتیایمه په لسیزه کې ؛مجاهد؛ وو او اوس ؛ترهه ګر؛ دی؟ آیا دښمن هغه تعلیمي نظام دی چې له نفرت او تعصب بغیر نور څه نه ښيي؟ آیا [دښمن] د ریاست هغه پالیسي ده چې له مخه يې یو وسله وال بد او بل ښه دی؟ آیا دښمنان هغه وسله والې ډلې دي چې د پنجاب په ښارونو کې مرکزونه لري، وسلې لري، آسونه لري، مال او دولت لري خو نه د ریاست امنیتي ادارو ته ښکاري او نه د میډیا چینلونو ته. بله دا چې که د پاکستان ریاست [موږ] ته خپل دښمن نه ښيي یا يې نشي ښودلی نو بیا ولې د دغه شان ترانو او سندرو له لارې [زموږ] بچي د دغه پټمخي او ناپیژندلي ؛دښمن؛ مخې ته ودروي؟

په سمندرجانان لاهو کړم

په کیناره راسره ځي ډاډ راکوینه

XS
SM
MD
LG