د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د احمدیانو ضد کرکه خوروونکي نیول کېږي


لاهور: ځینو دکاندارانو پر خپلو ورونو لیکنې ځړولې چې له قادیانیانو سره هېڅ راکړه ورکړه نه کوي
لاهور: ځینو دکاندارانو پر خپلو ورونو لیکنې ځړولې چې له قادیانیانو سره هېڅ راکړه ورکړه نه کوي

تېره اونۍ د ټولنیزو رسینو یو کیمپين له وجې د لاهور ضلعي انتظامیې د هاغه دکاندرانو خلاف کاروایي وکړه چې د خپلو دکانونو پر دروازو یې د احمدیانو پر ضد پوسټرې لګولې وي.

د پنجاب صوبې سرښار د لاهور پولیسو لخوا د احمدیانو پر ضد کرکه خورونکي دکاندارانو خلاف د کاروایې په اړه د جمات احمدیه ویاند وایي، چې د حکومت لخوا دا ګام د ستاینې وړ دې باید چې د کرکه خورونکو خلاف داسي کاروایانې جاري وساتل شي.

یاده دې وي چې تیره اونۍ د ټولنیزو رسینو یو کیمپين له وجې د لاهور ضلعي انتظامیې لخوا د هاغه دکاندرانو خلاف کاروایي شوې وه چې د خپلو دکانونو په دروازو یې د احمدیانو پر ضد پوسټرې لګولې وي.

په دغه پوسټرو کې لیکل شوي ول، احمدیانو یا قادیانانو ته د داخلې اجازت نشته.

دا شان د دوی پر ضد نور ناسم ټکي هم لیکل شوي ول.

دې لړ کې یو دکاندار عابد هاشمي هم نیول شوی وو چې اوس په ضمانت پرېښودل شوي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د جمات احمدیه ویاند سلیم الدین وویل چې له یوې مودې راهیسي د احمدیانو پرضد د کرکې خورولو د موادونو سلسله روانه ده.

د ده په وینا چې د پولیسو لخوا دا ښه ګام اوچت شو خو اوس سوال دا پیدا کیږي چې د دې دکانونو له مخې خو دا لیکنې لرې شوې خو د خلکو د ذهنونو نه به دا څنګه لرې کیږي.

"زه ګڼم چې دا د پولیسو لخوا یو ښه ګام دې. او که هر ځایې او په مستقل توګه په دې کاروایې عمل اوکړې شي او په مستقل توګه دا پالیسي پولیس، انتظامیه او قانون نافذونکې ادارې خپله کړې نو کیدای شي چې بدلون مخې ته راشي خو دا ښه خبره ده چې دا کاروایې وشوه"

د لاهور ضلعي انتظامیې او د پولیسو لخوا کرکه خورونکو خلاف کاروایې په اړه د پاکستان د بشري حقونو کمیشن مشره زهره یوسف وایې په تاریخ کې په وړمبي ځل د احمدیانو پرضد د کرکه خورونکو خلاف کاروایې وشوه او دا یو مثبته پرمختګ دی.

"د دې کاروایې نه پس کم از کام دا یو پیغام ترلاسه کیږي چې حکومت به څه اقدامات اوچتوي. او حکومت به صرف د پوسټرو خلاف کاروایې نه کوي بلکه د هغې خلاف چې کوم امتیاز روان دې لکه څنګه چې د هغې ماشومان په نورو سکولونو کې تعلیم نه شې حاصلولې او هغې عبادت خانې په نښه کیږي او داسي نورې چې کومې مسلې دې چې د هغې د حقونو خلاف ورزي کیږي نو هغې ته هم د کتو ضرورت دی".

د ذکر ده وخت په وخت د احمدیانو خلاف مختلف پیښې مخې ته راغلې دې چې پکې نه صرف احمدیان بلکه د دې د عبادت ځایونه او د کار ځایونه هم په نښه شوې دي.

XS
SM
MD
LG