د لاسرسي ځای

"د کورمې امن خرابولو لپاره هېچا ته اجازه نه ورکوو"


د کورمې ایجنسۍ په سده ښارګوټي کې د ګل ورځ د سیمې امن بر قرار ساتلو لپاره د شپږ قامونو او د پولیټیکل انتظامیې یوه جرګه وشوه. د سیمې مشرانو او انتظامي چارواکو د پاړه چنار پېښه په سختو ټکو وغندله او دا یې د امن خرابولو یو سازش وبللو. مشران وایي، ځینې عناصر غواړي چې د سیمې امن یوځل بیا خراب کړي خو هغوی به په خپل مقصد کې کامیابه نشی. په پاړه چنار کې د اتوار په ورځ له عیدګاه سره نیزدې د کباړ جامو مارکیټ کې یوې چاودنې ۲۵ تنه ووژل او ۵۰ ډېر یې ژوبل کړل. د طارق اورکزي ویډيو

XS
SM
MD
LG