د لاسرسي ځای

چارواکي وایي چې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اړوند ماڼو او ډاګو سیمه کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۵۱ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د سیشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:

د داعش او طالبانو تر منځ نښته چې نن سهارمهال پیل شوې وه ـ څلور ساعته یې دوام وکړ چې له دواړو لورو څخه ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه ټپیان شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي چې په دغه نښته کې دوه ملکي وګړي هم سرسري ټپیان شوي دي.
ښکیلو ډلو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG