د پېښور سکول بريد
يو کال وروسته

اوله برخه: سريزه

پر امریکا د ۲۰۰۱م کال سېپټېمبر تر بریدونو وروسته چې نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د طالبانو نظام ړنګ کړ نو زیاتره وسله وال پاکستان ته وتښتېدل. له دې سره په پاکستان کې د طالبانو ډلې جوړې شوې چې پر ضد یې پاکستاني پوځ کارروایانې پیل کړې.

طالبانو سوات ونيو

خواوشا شپږ کاله وړاندې چې د ملا فضل الله په مشرۍ وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا سیلګريزه سيمه سوات ونيوه نو په پاکستان کې غوغا خپره شوه چې وسله وال اوس د هېواد له مرکز اسلام آباده يوازې ۷۰ ميله لرې دي او که نور پرمختګ ته پريښودل شي نو نېږدې ده چې د هغه هيواد اېټمي وسلو ته هم خطر ورپېښ کړي.

شل لکه خلک بې کوره شول

پرسوات د وسله والو طالبانو له قبضې سره په لکونو کورنۍ له دغه سيمې کډه شوې چې په مردان، صوابۍ، نوښار او د پيښور په مضافاتو کې چا ځان له په کرايې کورونه ونيول، څوک د خپلو خپلوانو کره دېره شول او نورو بيا د حکومت او غيردولتي ادارو لخوا په جوړ کړل شوو کيمپونو کې سرپناه پيدا کړه.

پېښور ته خطر

هم دغه وخت که يو خوا د خيبر پښتونخوا په شمال کې وسله والو طالبانو د سوات ملاکنډ پر لور پرمختګ وکړ نو بلخوا د پيښور ښار غرب ته په خيبر قبايلي سيمه کې د وسله والو فعاليتونه په زور کې ول او نه يوازې دا چې باړه او تيراه د طالب وسله والو تر قبضې لاندې ول بلکې له دغه ځايونو به يې وخت په وخت پر پېښور ښار هم بريدونه کول چې زياتره به يې په افغاستان کې ميشت ناټو ځواکونو ته تېل او نور سامانونه وړونکې ټينکرونه او لارۍ په نښه کولې.

د طالبانو ويره

بلخوا د وزيرستان، مومندو، باجوړ، اورکزیو او کورمې حالات هم په پوره ډول د حکومت تر واک لاندې نه ول او نه یوازې دا چې پوځي عملیاتو مثبتې نتیجې نه لرلې بلکې اکثر سیاسي او مدهبي ګوندونه د وېرې او ګوندي ګټو له کبله چوپه خوله ول چې له دې سره وسله والو ته نوره حوصله هم تر لاسه کېده.

د 'راه راست' عملياتو پيل

خو بيا کله چې وسله والو طالبانو له سوات نه د بونېر پر لور تګ وکړ نو د سياسي مشرتابه سره پوځ هم په حرکت کې راغی او د ۲۰۰۹م کال په مې میاشت کې يي د ملا فضل الله په مشرۍ د طالبانو په ضد عمليات وکړل . که څه هم په لږه موده کې دغه سيمه له وسله والو پاکه وګرځول شوه خو د طالبانو مشر فضل الله او يو شمیر نور ملګري يي له سيمې روغ ووتل.

د ضرب عضب عمليات

که څه هم وخت په وخت د وسله والو د ځپلو او د دوی د نوغي ايستلو دعوې هم وشوې خو دا دعوې اکثره غلطې ثابتې شوې. او بيا ۲۰۱۴م کال راغې. له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو تر يو شمېر ناکامه هڅو وروسته د جون پر ۱۵مه پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عمليات پيل کړل. يو وار بيا په لکونو خلک بې کوره شول--- او بيا د ډسمبر پر ۱۶مه هغه پيښه رامنځ ته شوه چې د وسله والو په اړه يې د سياسي مشرتابه، پوځ او ولس دريځ تر ډېره بدل کړ ....

دویمه برخه: برید

د پاکستان پوځ له مودې راهیسې د وسله والو پر ضد عمليات کول چې څه خاص نتیجه یې نه لرله او بيا وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول بريد وکړ.

۳پوځيان
۱۴۴وژل شوي زده کوونکي او د سکول عملې غړي
۹۶۰ژغورل شوي






درېيمه برخه: ژوندي پاتې

پر ارمي پبلک سکول تر حملې یو کال وروسته مشال راډيو د وژل شوو زده کوونکو له کورنیو او له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړي دي چې له پېښې روغ وتلي ول. وګورئ چې څه په تېرېږي.

هرمړی راته نورالله او سيف الله ښکارېده
تحسين الله درانی
۱
۲
فلک ناز درانۍ
۳
ام عماره درانۍ
۴
علي خان
۵
فهميده بي بي
۶
ذوالفقاراحمد

څلورمه برخه: پايلې

تر ۱۶م ډسمبر سمدستي ورسته د پاکستان ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو په يوه خوله د وسله والو په ضد اواز پورته کړ او له حکومتي او پوځی مشرتابه يې وغوښتل چې د هر ډول وسله والو او جهادي تنظيمونو په ضد دې سخت ګامونه پورته کړي.



ټول ګونديز کانفرنس
ټول ګونديز کانفرنس
په اول سر کې د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ په اسلام اباد کی يو ټول ګونديز کانفرنس وشو چې د سیاسي مشرتابه تر څنګ د پوځ مشر هم پکې ګډون وکړ. د کانفرنس ګډونوالو په يوه خوله د وسله والو پر ضد د سختو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه او په دې لړ کې يې حکومت او پوځ ته د بشپړه مرستې ډاډ ورکړ.
د خبرو اترو دروازې وتړل شوې
د خبرو اترو دروازې وتړل شوې
تر ۱۶م ډسمبر وروسته په پاکستان کې له طالب وسله والو سره د خبرو اترو دروازې وتړل شوې او حکومت فیصله وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون به د ټولو وسله والو ډلو پر ضد عمليات پراخوي.
نېشنل اېکشن پلان
نېشنل اېکشن پلان
د ټول ګونديز کانفرنس په نتيجه کې ۲۰ نکاتي نېشنل اېکشن پلان مخې ته راغی چې موخه يې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ مخه نيول وو. د دغه تګلارې په مهمو نکتو کې د پوځي عدالتونو جوړول، د مرګ پر سزاګانو لګولی بنديز لرې کول، د کرکه خپروونکو موادو مخه نيول، د مدرسو نومليکنه او په رسنيو کې د وسله والو فعاليتونو ته ځای نه ورکول شامل وو.
زياتې بمبارۍ
زياتې بمبارۍ
په قبايلي سيمو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونوهوايي بريدونه زیات شول. که څه هم په دغه بمباريو کې پرله پسې د ګڼ شمېر مشکوکه وسله والو د مرګ ژوبلې خبرونه راځي خو ویل کيږي چې زياتره مهم طالب مشران لا هم ژوندي دي.
افغانستان ته کتنه
افغانستان ته کتنه
د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه په سمدستي توګه افغانستان ته مخه وکړه او په دې لړ کې د پاکستان لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو کابل ته سفرونه وکړل چې موخه يې د وسله والو په ضد د دغه هيواد د حکومت او امنيتي ادارو مرسته تر لاسه کول وو. که څه هم په اول سر کې ولس دغه سفرونو ته ډېر هيله من وو خو څه خاص نتيجې يې ورنکړې.

پنځمه برخه: د پيښې قربانيان

راځئ چې هغه څهرې يادې کړو چې د ۱۶م ډسمبر په بريد کې يې ژوند له لاسه ورکړ.



د سکول عمله
زده کوونکي

جوړوونکي

د 'اې پي اېس شهدا فورم' په ګډون د هغو ټولو مننه چې د دې پروژې لپاره يې د معلوماتو يا انځورونو په برخه کې له مشال راډیو سره مرسته کړې.