د لاسرسي ځای

ملګروملتونو له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو ژمنه وکړه


ملګروملتونو یو ځل بیا د افغانستان له دولت او د دې هیواد له خلکو سره د دوامداره مرستو ژمنه وکړه.

د ملګروملتونو د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال جیفري فیلتمن Jeffrey Feltman)) کابل ته په وروستي سفرکې له افغان لوړپوړو چارو واکو سره په کتنه کې دغه ژمنه کړې ده.

ښاغلي فیلتمن وړمه ورځ په کابل کې له افغان ولسمشراشرف غني، له اجرایه ریس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له سیاسي مرستیال حکمت کرزي سره د افغانستان پراوسني وضعیت خبرې وکړې.

نوموړی په داسې حال کې له افغانستانه کتنه کوي چې د ډسمبرپه ۲۱ به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولاس هایسم د ملګروملتونو امنیت شورا ته د دې هیواد د اوسني امنیتي، سیاسي،اقتصادي او ټولنیزوضعیت په اړه رڼا واچوي.

ملګري ملتونه هرکال په افغانستان کې خپل سیاسي ماموریت یا یوناما تمدیدوي.

XS
SM
MD
LG