د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: داعش ډله په شام او عراق کې کمزوي شوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې پر ورځ وویل اسلامي دولت وسله واله ډله په عراق او شام کې پراخې ځمکې له لاسه ورکړي دي، خو د دغې وسله والې ډلې خلاف د لا نور پرمختګ اړتیا لیدل کیږي.

نوموړي پینټاګون کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل د دفاع وزیر ایش کارټر نه یې غوښتي چې منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې دې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ کې د جنګیدونکي ایتلاف لپاره د نورو هېوادونو شرکت هم یقیني کړي.

نوموړي د پینټاګون له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل د امریکا کړنلاره داده چې د وسله والو ډلو مشران په نخښه کړي، په نورو هېوادونو کې د امنیتي سرتېري وروزي او د وسله والې ډلې اقتصادي سرچینې او پروپاګند ختم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG