د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري له روسي ولسمشر سره د شام په اړه خبرې کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سېشنبې پر ورځ وختي مسکو ته ورسېد. دی د ورځې په اوږدو کې له روسي ولسمشر ولادي میر پوتین سره په شام کې د کورني جګړې د پای ته رسیدو په موخه د واک د سیاسي لېږد او په ختیځ یوکراین کې د سولې د تړون د عملي کولو په اړه خبرې کوي.

د ښاغلي کیري دا سفر په نیویارک کې د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه د سوریې په اړه د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د خبرو د درېیم پړاو نه وړاندې مخې ته راغلی دی.

د روسي د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې جان کېري او د هغه روسی انډول سرګي لوروف تر دې وړاندې په ټیلیفون سره غږیدلي او د نوې لیدنې کتنې نه وړاندې د ځانګړو شرایطو د ټاکلو په اړتیاوو موافقې ته رسیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي هم د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی کېري له دې توقعاتو سره مسکو ته تللی چې د دسمبر د اتلسمې د غونډې وړاندې هېڅ شرایط به نه ټاکل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG