د لاسرسي ځای

د پنجاب ګورنر قاتل ممتاز قادري اپیل رد شو


د پاکستان سترې محکمې د پنجاب د پخواني ګورنر سلیمان تاثیر د وژونکي ممتازقادري په سزا د بیا کتنې درخواست رد کړی دی.

عدالت وايي مجرم د قتل اعتراف کړی او له وسلې سره نیول شوی نو ځکه یې د سزا خلاف د بیا کتنې اپيل نشي منل کېدای.

ممتاز قادري چې له مرګ سزا سره مخامخ دی، تر دې وړاندې یې سترې محکمې ته خواست کړی و چې د هغه سزا ته دې بیا کتنه وشي. خو د نوموړي د دوسیې د څیړلو لپاره ټاکل شوې درې کسیزه ډلې په خپله پریکړه کې ویلي د ممتاز قادري وکیل دا خبره ثابت نکړای شوه چې پخواني ګورنر سلمان تاثیر د مذهب سپکاوی کړی دی.

نو ځکه د ممتاز قادري سزا به په خپل حال پاتې شي.

XS
SM
MD
LG