د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه ښوونځي د پېښور سکول ماشومانو په نامه


پېښور ارمي سکول کې د وژل شوي یو زده کوونکي ملک عثمان طاهر مورپلار د خپل زوی تصویر په غوځۍ کې نیولی. ۱۳م اګست ۲۰۱۵
پېښور ارمي سکول کې د وژل شوي یو زده کوونکي ملک عثمان طاهر مورپلار د خپل زوی تصویر په غوځۍ کې نیولی. ۱۳م اګست ۲۰۱۵

لیکوال او استاد شیر عالم شینواری وايي. یوازې د نومونو په اړولو سره د حکومت ذمه واري نه پوره کېږي بلکې پکار ده چې زده کوونکو ته یو خوندي چاپېریال هم ورکړل شي.

د پاکستان وفاقي حکومت په سرښار اسلام آباد کې یو سل دوه ویشت (۱۲۲)سکولونه او کالجونه په آرمي پبلک سکول کې د وسله والو په پېښه کې د وژل شويو زده کوونکو په نومونو د بللو منظوري ورکړه.

د ګل په ورځ له وزیراعظم کوره جاري شوي بیان کې وزیر اعظم نواز شریف په باضابطه توګه د منظوري ورکولو په وخت وویل چې دا سکولونه او کالجونه د پېښور سکول زده کوونکو په نومونو بل هغوی ته د عقیدت پیرزونې وړاندې کول دي.

د وزیراعظم وینا وه: (زموږ دښمنان کرکه او سختدریځي غواړي خو موږ به یې داسې کولو ته پرېنږدو او د صبر و تحمل، روشنفکرۍ او تعلیم ته د ودې ورکولو له لارې به د ترهګرۍ مقابله کوو).

په اسلام اباد کې حامد سېف شهید ماډل سکول راول ډیم، علي عباس شهید ماډل کالج جي سیکس ټو، مبین اسلم شهید ماډل سکول سهاله او تنویر حسېن شهید ماډل کالج اېف سېون فور په ګډون یو سل اتلس (۱۱۸) نور داسې سکولونه او کالجونه دي چې حکومت یې نومونه واړول.

په پېښور کې د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوي یوه زده کوونکي اسفند خان پلار عجون خان له مشال راډيو سره په خبرو کې، حکومتي ګام وستایلو، او زیاتوي له دې سره د دوی په ګډون د [ټولو میندو او پلرونو] حوصلې نورې هم اوچتې شوې خو حکومت ته پکار ده چې دا غمیزه د یوې قامي ورځې په توګه د لمانځلو منظوري هم ورکړي.

خو لیکوال او استاد شیر عالم شینواری وايي. یوازې د نومونو په اړولو سره د حکومت ذمه واري نه پوره کېږي بلکې پکار ده چې زده کوونکو ته یو خوندي چاپېریال هم ورکړل شي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶ دسمبر د پېښور په آرمي پبلک سکول د وسله والو په ډله ییز برید کې تر ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي ول چې ډېری یې زده کوونکي ول.

XS
SM
MD
LG