د لاسرسي ځای

په جنوبي پښتونخوا کې د زغرده پرمختګ بله لاره دا ده چې د چین هېواد په مرسته لمریزه برېښنا (سولر انرژي) ډېره کړل شي. له دې سره به د کروندګرو بجلۍ بحران ختم شي

بلوچستان د پاکستان یوازنۍ صوبه ده چې پنځه شپېته ۶۵ فیصده بجټ یې په تنخاګانو کې ځي او د پاتې ۳۵٪ بجټ یوه لویه برخه پیسې یې د سرکاري ودانیو پر کلنۍ بیارغونې لګول کېږي. په همدې بجټ کې د پرمختیايي کارونو ونډه هم شامله ده. د دې ترڅنګ له همدې ۳۵٪ بجټه یوه لویه برخه پیسې د صوبې پر امنیت هم لګول کېږي. او کېدای شي د همدې بجټ یوه برخه پیسې د ناسمې حکومتدارۍ او درغلۍ په سین کې لاهو کېږي.

لومړی: په صوبه کې هرکال نوې سرکاري ودانۍ جوړېږي، خو مهمه دا ده چې په دې تعمیراتي کارونو کې معیاري توکي هم کارول کېږي که څنګه. ځکه چې د کوټې او بلوچستان صوبې یو شمېر ښارونه په ژمي کې ډېر سخت یخ لري چې د تودوښې کچه (درجه حرارت) یې ان تر منفي ۱۲ ټیټېږي. نو په دومره سړو کې خو هرومرو د دویمې کچې «جعلي تعمیراتي توکيو» ډېر ژر له کاره وځي او اکثره په ژمي کې د اوبو نلونه هم چوي. د بلوچستان حکومت باید دې لوري ته سنجولی پام کړي او که جعلي تعمیراتي توکي کارول کېږي، باید مخه یې ونیسي.

دویم: په بلوچستان او د دغه صوبې په ژوب او موساخېل سیمو کې هر کال د پشکال (وسې) بارانونه هم کېږي چې نه یوازې سړکونه زیانمنوي بلکې ډېری سرکاري ودانۍ هم کنډکپرې کړي. پکار ده صوبايي سرکار د سیمې اب و هوا ته په کتو ودانۍ، ډېمونه او سړکونه جوړ کړي.

درېیم:د بلوچستان په پرمختګ کې د مسلکي او پوه کسانو کمی هم یوه لویه ستونزه ده. د پرمختیایي کارونو یا د ودانیو جوړولو لپاره پوه انجینیران د ګوتو په شمېر دي. په ټوله صوبه کې داسې اداره نشته چې سړکونه، ودانۍ او ډېمونه د اونيزې، میاشتني، درې میاشتني، شپږ میاشتني او کلني حساب له مخې وڅاري چې ګوډ مات ځای یې پر وخت ورغول شي. په انګرېزي کې متل دى: stitch on time save nine. «پر وخت ګنډل دې له نهه ځلو ګنډلو ساتي»

څلورم: که د بلوچستان پرمختیایي بجټ تر ډېره د ډېمونو پر جوړولو ولګول شي. په دې سره به په ټول بلوچستان او پتېره د دغه صوبې په پښتني برخه (جنوبي پښتونخوا) کې پرمختګته زغرده او لنډه لار هواره شي.

د ډېمونو په جوړولو سره به نه یوازې د اوبو کمی ختم شي بلکې په بندونو کې د اوبو زېرمه به د ماهیانو موندلو یوه لویه سرچینه هم جوړه شي.رمو، ګورمو او ګلو (مېږو، وزو، غواګانو، او اوښانو) ته به ورشوګانې ډېرې شي. د ډېمونو له ډېرېدو سره به ځنګلي ژوي او مرغان ډېر شي. او د سیمې کروندګرو ته به د باغونو لګولو یو لوی چانس په لاس ورشي. ځکه چې د دغه صوبې پښتني سیمې د بادام، مڼو، انارو او د انګورو باغونو په نامه پېژندګلو لري.

څلورم: په جنوبي پښتونخوا کې د لنډ او زغرد پرمختګ بله لاره دا ده چې د چین هېواد په مرسته لمریزه برېښنا (سولر انرژي) ډېره کړل شي. له دې سره به د سیمې کروندګرو د بجلۍ کمی ترډېره ختم شي او د باغونو وچېدو مخه به ونیول شي.


پنځم: بل په جنوبي پښتونخوا او پتېره په ژوب ډیویژن کې د ښوون (زیتون ونې) کېږي، چې د انګرېزي ښکېلاک له راتګ سره په پراخه کچه وهل شوې دي خو د هغو ونو ولیو به شانګې ټوکولې دي. که حکومت پر دغه ونو د اټلي ښوون (زیتون) پیوند کړي نو دا به سیمه بیا په ځنګلونو ښېرازه کړي.

د سیمې ځايي ښوون هغسې زیتون نه کوي لکه د فلسطین یا د نړۍ په نورو سیمو کې چې کېږي. او بل په سیمه کې د زیتون وهل شوې ونې په لسګونه کاله بر ته نه خېژي خو اوس غیرسرکاري ادارو (اېن جي اوز) ځايي خلکو ته د اټلي زیتون ورکړی دی چې په درو څلورو کلونو کې بر ته رسېږي او هره ونه یې ډېره ښه ګټه کوي. که د جنوبي پښتونخوا حکومت اړوند وزیران هم په سیمه کې د زیتون ونو لګولو یو سرکاري کمپاین وچلوى دا به سیمه بیا وغوړوي. کېدای شي د اب وهوا (اقلیم) او چاپیریال خوندي ساتلو نړۍوالې ادارې هم د بلوچستان صوبايي حکومت سره د ځنګلونو په بیا-راټوکولو کې مرسته وکړي.

شپږم: د بلوچستان صوبايي حکومت باید د نورې نړۍ له پرمختګه زده کړه وکړي چې څنګه خپل ولسونه په اشر ورګډ کړي او هغوی نه یوازې په سلامشورو ورګډ کړي بلکې د ولسونو په ګډون د تعلیمي ادارو ځوانان هم په میاشت یا درو میاشتو کې اشر ته راوباسي او په هغوی د ښار کوڅې پاکې کړي. د ګاونډ افغانستان کې ځوانان له ښاروالۍ یا ځايي حکومتونو سره په ګډه بیا بیا د خپلو ښارونو لارې کوڅې پاکوي.

یادګېرنه: د پښتنو بلوڅو ګډه صوبه بلوچستان لربر غرونه لري چې همدغه غرونه یې له کاڼو ډک دي. که حکومت وغواړي نو په ارزانه بییه د خپل صوبې د ټولو ښارونو کوڅې په دغه کاڼو پخولی شي. د چېک جمهوریت د هر ښار کوڅه په کاڼو پخه ده.

د پراګ ښار یوه کوڅه

د پراګ ښار یوه کوڅه

XS
SM
MD
LG