د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي: د پاکستان د غوښتنو خط جعلي دی


تواب غورځنګ
تواب غورځنګ

افغان چارواکي وايي هيڅ دولت ته د افغانستان د خپلواکۍ د ماتولو اجازه نه ورکوي نو ځکه د افغانستان په ملي ادارو کې د پاکستان له خوا د بدلون د غوښتنو رپورټ شوی ليک جعلي دی او داسې هيڅ خط دوی ته نه دی ورکړل شي.

د ځينو افغان رسنيوو د رپورټونو ترمخه پاکستان افغان چارواکو ته يو خط ورکړی او غوښتې يې دي چې د افغانستان په استخباراتي ادارې (ملي امنيت يا NDS) کې ځيني بدلونونه وکړي او مطبوعاتو کې پر ډيورنډ کرښه ډير بحثونه ونه شي. افغان چارواکي د دغسي خط وجود نه مني.

ياده دي وي چې څو ورځې مخکې د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر، رحمت الله نبېل استعفی ورکړه. هغه په خپل استعفا ليک کې ليکلي وو چې د کار محدوديت يې د دندې پريښودو له علتونو څخه دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې کابل کې په يو خبري کنفرنس کې وويل چې په ادارو کې بدلون عادي خبره ده او د نبيل خدمتونه يې وستايل. هغه په تونده لهجه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هيڅ هيواد ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په ادارو کې د بدلون غوښتنې وکړي.

افغانستان د ملي امنيت د شورا د وياند، تواب غورځنګ هم دغه خبره تکراروي. نوموړي نن مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې هيڅ داسې ليک ورته نه دی رسيدلی او په رسنيوو کې چې کوم خط ښودل کيږي، هغه جعلي دی.

د نوموړي مرکه دلته اوريدلی شئ.

افغان چارواکي: د پاکستان د غوښتنو خط حقيقت نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG