د لاسرسي ځای

د ټاپي پروژې لپاره د نل لیکو غزولو کار پیل شو


فایل فوټو

فایل فوټو

د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګیسو د نل لیکې د غزولو پروژه « ټاپي » د دسمبر په دیارلسمه نیټه رسما د ترکمنستان په میري سټي ښار کې پرانیستل شوه.

د پرانستې دستوره کې د څلورو واړو هیوادونو مشران موجود وو او دوی وویل چې نوموړې پروژه د یادو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره لاره هواروي.

رایټرز اژانس لیکي د لسو بیلیونو ډالرو د دغې پروژه د بنسټ ډبره د یکشنبې په ورځ د ترکمنستان په جنوب ختیځه سیمې کې ( ګالکینش ) په نوم د ګیسو کارخانې کې کېښودل شوه او دا به اتلس سوه کیلومیټره نل لیکې ته ګیس برابروي.

په دې موقع د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي برديمحمدوف وویل د ګیسو د نل لیکو غزول به د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړ شي او دا به د ۳۳ بیلیونه مکعب میتره غازو ظرفیت ولري.

نوموړي زیاته کړه چې د ټاپي پروژه ځینې ستونزې هم په مخکې لري چې په افغانستان کې ددې پروژې امنیتي ساتنه یې په سر کې راځي.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف وايي د ټاپي پروژه به د ټولې سیمې لپاره د پرمختګ او خوشالۍ سبب وګرځیږي.

په دې موقع وزيراعظم ووئيل دا منصوبه به د ټولې سيمې دپاره د ترقۍ او خوشحالۍ سوب وګرځي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي دي چې د ټاپي پروژی له لاري به په سیمه کې امن یقیني شي او ورسره به تجارت ته وده ترلاسه شي.

د افغانستان د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند محی الدین نوري بیا وايي چې د ګیسو د پایپ لاین دا پروژه افغانستان ته پر نورو ګټو سربیره ددې هیواد د امنیت او ثبات لپاره هم مهمه ده .

د ټاپي د ګیس پایپ لاین چې شاوخوا 1735 کیلومیټره اوږدوالی لري ، ګیس به له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG