د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ د ضرب عضب عملیاتو معلومات خپاره کړل


د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې

د پاکستان پوځ وايي ،په شمالي وزیرستان کې په تیرو اتلسو میاشتو کې یې د درې زره او څلور سوه ( ۳۴۰۰ ) وسلوالو په وژلو د ترهګرۍ ضد جګړه کې سترې بریاوې تر لاسه کړي دي .

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګي ايي ایس پي آر لخوا پرون په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ م کال د جون د میاشتې راهیسې یې په ضرب عضب عملیاتو کي ۴۸۸ امنیتي کارکونکي هم وژل شوي او ۱۹۱۴ نور زخمیان شوي دي. پوځ وايي ، په تیرو اتلسو میاشتو کې یې دیارلس زره او دوه سوه عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې پوځ تر اوسه په عملیاتو کې د وسله والو ۸۳۷ پټنځایونه هم له منځه وړي دي .د پوځ د دې بیان په اړه وسله والو لا تر اوسه څه ندي ویلي.

د حقانیانو ارشیف انځور

د حقانیانو ارشیف انځور

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیات په داسې حال کې کړي چې امریکا او غربي هیوادونو ترې غوښتنه کوله چې د حقاني شبکې او نورو ډلو پرضد دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپرو شویو تازه معلوماتو کې نه دي ویل شوي چې د تېرو اتلسو میاشتو عملیاتو په ترڅ کې حقانې شبکې ته هم زیان رسول شوی او که نه ؟

له شمالي وزیرستانه کډه شوي ماشومان

له شمالي وزیرستانه کډه شوي ماشومان

بل پلو دغو عملیاتو لسګونه زره قبایلي وګړي دې ته اړ کړي چې خپل کلی ولس پریږدي او په بنو ، پېښور او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند وکړي. لا هم زیات شمېر یې له خپلو مېنو لرې د کډوالۍ ژوند تیروي.

یو شمېر وزیرستاني کډوال له پولې هغې غاړې اوختي او د افغانستان په خوست ولایت کې یې د کډوالو په حیث استوګنه پيل کړې ده.

XS
SM
MD
LG