د لاسرسي ځای

پاړه چینار کې چاودنې ګڼ کسان مړه او ژوبل کړل


فایل فوټو

فایل فوټو

د کرمې ایجنسۍ مرکز پاړه چینار کې یوه چاودنه کې لږ تر لږه اتلس کسان وژل شوي او شپیته نور ژوبل شوي دي.

دا چاودنه عیدګا مارکیټ ته نږدې شوې ده. دا سیمه د ګڼې ګوڼې ډکه ده او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو ویره لیدل کیږي.

په سیمه کې موجود یو ځايي خبریال علي افضل افضال مشال راډیو ته وویل د چاودنې په وخت کې ګڼ شمېر خلک په مارکیټ کې د ګرمو جامو په اخیستلو بوخت وو.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي د پاړه چینار په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او ډاکټران وايي د ژوبلو کسانو دوی ته د رسولو لړۍ روانه ده. ډاکټران وايي د اوو زخمیانو صحي وضع د اندیښنې وړ ده.

راپورونه وايي امنیتي ادرو د چاودنې سیمه کلابنده کړېده او پلټنې یې پيل کړي دي. د چاودنې د نوعیت په اړه په سم لاسي توګه معلومات نه دي ورکړل شوي.د برید ذمه واري لشکر جنګوي العالمي قبوله کړې ده.

په کرمه ایجنسۍ کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ د اخ و ډب پېښې هم وخت په وخت روانې وي، خو ددې تازه چاودنې کره معلومات لا مخې ته نه دي راغلي، څو معلومه شي چې د برید اصلي نښه څوک وو او د چا لخوا ترسره شو.

پاکستان وايي په قبایلي سیمو کې د ورانکارو پرضد عملیات یې په بریالیتوب پرمخ روان دي او په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو اتلس میاشتې پوره شوې.

XS
SM
MD
LG